
نن چهارشنبه دروان ۱۳۹۴ کال دجوزا په ۲۷ نېټه دیولړ مراسمو په ترڅ کې دسویډن موسسې لخوا دلغمان ولایت دعامې روغتیا ریاست سره دڅلورعرادې امبولانسو مرسته ترسره چې ددې ولایت دوالي ښاغلي عبدالجبار نعیمي په لاس رسماً یاد ریاست ته تسلیم شول.
د مرسته شویو امبولانسو له جملې به يې یو دفراشغان، دوهم ددولت شاه او دوه نور څخه به يې دکابل -جلال اباد لوی لارې دمسافرینو د روغتیا يي خدماتو لپاره موظف شي،ترڅو په یادو ساحو کې ترې داړتیا پر مهال ګټه پورته شي.
دلغمان والي ښاغلي عبدالجبار نعیمي د دوست هېوادسویډن څخه مننه وکړه چې دخلکو دروغتیا يې ستونزو او مشکلاتو دحل لپاره ددې ولایت عامې روغتیا ریاست ته مرسته شوي امبولانسونه په واک کې ورکوي، نعیمي د عامي روغتیا له ریاست غوښتنه وکړه چې دمرسته شویو امبولانسو څخه داړتیا پر مهال سالمه استفاده وکړي.
دعامي روغتیا رئیس هم دمرسته شویو امبولانسونو دمرستې له امله د سویډن همکاري موسسې څخه مننه وکړه او یاده يې کړه چې دوست هېواد سویډن همیش دافغانستان دخلکو او ولسونو سره اړیني مرستې ترسره کړي،نوموړي دولایتي ادارې مشرتابه ته ډاډ ورکړ چې دیادو وسایطو ساتنې او مراقبت ته به خاصه پاملرنه وکړي او د روغتیايې خدماتو په عرضه کولو کې به دیادو وسایطو څخه پر ځای سالمه ګټه پورته کړي.