د خوست په پنځو ولسواليو کې د سيکا لخوا ((١٣١)) پروژې بشپړې شوي دي

  
په خوست ولايت کې دسيکا مرستندويه بنسټ  لخوا ((١٤٣))پروژې په پلان کې نيول شوي وې، چې د هغې له جملې څخه ((١٣١)) پروژو ساختماني چارې بشپړې شوې او پر  ((١٢)) نورو يې کار روان دى .
 دخوست ولايت مقام وياند مبارزمحمدځدراڼ وايي چې سيکا پروګرام  دخوست ولايت په پنځو ولسواليو کې فعاليت لري، چې په سيمه کې د خلکو د ضروتونو په پام کې نيولو سره د ولسواليو په سطحه جوړو شويو شوراګانو سره په تفاهم پروژې انتخاب او پلي کوي.
د نوموړي په خبره د سيکا يا ثبات پروګرام ددې ولايت د ګربزو،اسماعيل خېلو او مندوزيو،نادرشاه کوټ ،تڼيو او ځاځيميدان  ولسواليو کې په څه د پاسه دوه سوه درې شپېته مليونه افغانۍ ((١٣١)) پروژې بشپړې کړي  او په ډېر لږ وخت کې به د پاتې پروژو چارې هم سرته ورسوي.
پدې پروژو کې له سېلابونو څخه د زرعتي ځمکو دژغورلو په موخه استنادي دېوالونه،د کرنيزو ځمکو د خړوبولو لپاره د سربندونو جوړول،د اوبو ذخېروي ټانکۍ، په ښوونځيو کې د زده کوونکو لپاره د سپورټي لوبغالو جوړول او په ورته توګه نورې ګټورې پروژې شاملې دي.
دده په وينا د سيکا برنامې لخوا پلي شوي پروژې د خلکو د ژوند د پرمختګ سره تړلي دي، چې د سيمه والو په ژوند يې د پام وړ مثبت اغېز کړى دى.همداشان دخوست ولايت د نورو لېرو پرتو ولسواليو خلکو هم غوښتنه کړي چې دغه پروګرام دخوست ټولو ولسواليو ته وغځيږي خو د خوست ولايتي اداره په پام کې لري چې د مرکزي حکومت او نړيوالې ټولنې څخه ددې پروګرام د دوام او پراختيا غوښتنه وکړي.
د ولايت مقام وياند او دمطبوعاتي  دفتر مسوول مبارزمحمدځدرآڼ وويل دخوست ولايت د عليشېرو،باک او صبريو ولسوالۍ چې يو وخت د ناامنيو او تهديدونو له امله د بيارغونې په برخه کې د مرستندويه ادارو له مرستو بې برخې پاتې شوي وې، خو خوشبختانه اوسمهال په يادو دوو ولسواليو کې هم د ولس په همکارۍ امنيتي وضعيت ښه شوى چې د ټولنې د نښلونې د نوښت د پروګرام لخوا  په کې مهمې پروژې تطبيق شوې، همداراز په يادو ولسواليو کې دا وخت د ملي پيوستون پروګرام دوام لري.
 
٢٤-٣-١٣٩٤