
ارشادرغاند
د قاضي زاده شينواري پېژندنه
د قاضي زاده صيب اصلي نوم فضل من الله دى خو خدايزده ولې له خپراوي يې ډډه کوي،هغه په ١٣٤٩لمريز کال د ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ په شېرګړ نومي سيمه کې د نړۍ غړيتوب ترلاسه کړى،لومړنۍ زده کړې يې د غني خېلو په شهيد بهرام لېسه کې او وروسته نورې بيا د کابل خوشال خان لېسه کې پخپله وينا يې له استاد محمد اسماعيل يون سره په يوه مهال ترسره کړي،د قاضي زاده په وينا د وروستيو څو لسيزو تاوتريخوالو او ناسازو حالاتو له امله شاعر شوى او تر دا مهاله يې د شعرونو په نوم لسګونه پاڼې تورې کړي.
قاضي زاده صيب سره ناسته ولاړه کې سړى پوهېږي چې دى د يو ډېر شعر مينه وال پر ځاى سياست مينه وال دى ځکه په هره ناسته او بنډار کې يې د يوې،نه يوې سياسي موضوع په اړه بحث په خوله کې وي،خپل نظر چې هر څنګه وي ښه په لوى زړه بيانوي،په هر صورت زه لا دې ته اريان يم چې ولې مې تر اوسه دا ښاغلى چېرته د رسنيو يا خلکو له خولې د سياسي شنونکي په نوم ونه پېژنده؟
شعر ويلو ته هم چې سټېج ته ولاړ وي غونډه وال خلک يې د شعر پر ځاى د شعر ويلو طرز او سټايل ته ډېر ځير وي ځکه دې برخه کې هم قاضي زاده صيب د سياستوالو په شان لاسونه خوځوي.
شاعري يې دوديزه بڼه لري،که زيار وباسي او هڅه وکړي نو ښايي د ښې شاعرۍ هيله ترې وکړاى شو.
په همدې او د هڅونې په هيله يې درته يو بېلګيز شعر وړاندې کووهيله ده هيله مو پوره شي.
په فريبونو نور يقين مه کوه
بس کړه اعمال د شياطين مه کوه
قرآن موجود،اذان په جهر اورې
د سهار لمونځ په ماسپښين مه کوه
لا مې پر هر جوړ شوى نه دى
ته مې په سرو وينو تمرين مه کوم
ته په ګناه او ثواب څه پوهېږې!
زما د ځوان ملت تدفين مه کوه
ګوره اشرف د مخلوقاتو يمه
قاضي زاده وايي توهين مه کوه