خيال

زه  ستا د سپيڅلي وجود په عاشقانه تصور کې ورک يم،ما دژمي په خاموشو شپو کې ستا د ځوانۍ سندريزه ښکالو اوريدلې ده،هغه ته وې چې د خپلو ځليدونکو سترگو په تيره توره دې له نړۍ سره زما تړاو غوڅ کړ،اوس زه دبل چا غږ نه اورم،د غرنۍ ويالې سندره اورم چې ستا د خوږې وينا تقليد کوي،ستا دښکلا  جادو ده چې د څوارلسمې له سپوږمۍ نه وريږي او زما د تږي وجود زره زره يې لمس کوي.
کله چې باران د باغ گلونه نڅوي زه په خپلو سترگو کې ستا د خيال پر چمن مرغلرې شيندم، کله چې وريزې د اسمان په شنه پاڼه موهوم انځورونه پنځوي زه ستا د وريښمينو زلفو لاندې د بوډۍ د ټال رنگونه گورم.
زه گورم چې په لطيفه سينه کې دې  د ځوانۍ ياغي موجونه په مستۍ راشي نو زما د صبر بيړۍ په ډوبيدو شي.
توره شپه ستا د وصل په هيله له ځان سره د زرينو ستورو څادر گرځوي ،لمر هم ستا په لټون د نړۍ لوړې ژورې رڼا کوي.
زړه مې غواړي چې د کايناتو په نندارتون کې ټولې هندارې ښکل کړم،ښايي چې د حافظې په ژورو کې به يې ستا د مخ تصويرونه زما د زړه داغونه په خوب کې گوري.
ايا ته پوهيږې چې زما د تصور په ستړيو کوڅو کې ستا د نازکو پښو پلونه تر اوسه پورې د زمانې سيلۍ نه دي وران کړي.
ايا ته پوهيږې چې اوس هم زما تخيل د زمانې په سمندر کې د يوې عاشقانه سندرې د ويلو لپاره مرغلرې راټولوي.
ښايي ته به هم زما د ليدو ليواله يې کنه ولې چې هندارې ته گورم ته زما پر تصوير غوړيږې.