
د یکشنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د غبرګولي ( جوزا ) درېیمه، چې د 2015 زېږدیز کال د مې له څلور ویشتمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ ( آی پي ال ) اوه پنځوسمه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ یا پای لوبه د مومبیي انډینز او چینای سوپرکېنګز لوبډلو تر منځ د هندوستان د کولکته په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه.
د لوبې پچه د مومبیي انډینز لوبډلې، لوبډل مشر ( کپټان ) روهیت شرما وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
د مومبیي انډینز کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 5 لوبغاړو په سوځېدو 202 منډې جوړې کړې، چې سیالې لوبډلې ته یې د 203 منډو هدف ورکړ .
د چینای سوپر کېنګز کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 8 لوبغاړو په سوځېدو 161 منډې جوړې کړې، چې د ټاکلي هدف په تر لاسه کولو کې پاتې راغله، چې د 5 وېکټو او 41 منډو په توپیریې ماتې وخوړه او مومبیي انډینز د یوه کال له پاره د آی پي ال سیالیو ګټونکې لوبډله اعلان شوه او د دې لوبو اتلولي یې وګټله .
تېر کال د کېنګز اکس ون پنجاب او کولکته نایټ رایډرز لوبډلې پاې لوبې ته لاره وموندله، چې په پای لوبه کې د کولکته نایټ رایډرز لوبډله وتوانېده چې اتلولي خپله کړي .
د مومبیي انډینز لوبډلې له لوري لېندل سیمونز ډېره ښکلې، په زړه پورې او برید کوونکې توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په 45 توپونو 68 منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې 8 څلوریزې، 3 شپږیزې شاملې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د مومبیي انډینز او چینای سوپر کېنګز د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د مومبیي انډینز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ لېندل سمونز په 45 توپونو 68 منډې جوړې کړې، 8 څلوریزې، 3 شپږیزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
2 ـــ پارتیو پټېل په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
3 ـــ روهیت شرما په 26 توپونو 50 منډې جوړې کړې، 6 څلوریزې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ کیرون پولارډ په 18 توپونو 36 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې، 3 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
5 ـــ امبټي رایډو په 24 توپونو 36 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او 3 شپږیزې یې ترسره کړې .
6 ـــ هاردیک پانډیا په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
7 ـــ هربجن سېنګ په 3 توپونو 6 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
د مومبیي انډینز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ لسېت ملینګا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 25 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ میچیل میکلیناګن 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 25 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ وینې کومار 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 39 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ هاردیک پانډیا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 36 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ هربجن سېنګ 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 34 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
د چینای سوپر کېنګز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ ډیوانې سمېت په 48 توپونو 57 منډې جوړې کړې، 9 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او ال بي ډبلیو اوټ شو .
2 ـــ مایکل هسي په 9 توپونو 4 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
3 ـــ سورېش رینا په 19 توپونو 28 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او سټمپ اوټ شو .
4 ـــ ایم ایس ډوني په 13 توپونو 18 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
5 ـــ ډیوانې براو په 6 توپونو 9 منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
6 ـــ پوان نېګي په 5 توپونو 3 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
7 ـــ فاډوپلیسېز په 3 توپونو، یوه منډه جوړه کړه او کېچ اوټ شو .
8 ـــ رویندرا جدېجا په 8 توپونو 11 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه .
9 ـــ اشوین په 4 توپونو 2 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
10 ـــ موهیت شرما په 7 توپونو 21 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه او 2 شپږیزې یې ترسره کړې .
د چینای سوپر کېنګز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ اشیش نېهرا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 41 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ موهیت شرما 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 38 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
3 ـــ اشوین 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 21 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
4 ـــ رویندرا جدېجا 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 26 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ پوان نېګې 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 18 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ ډیوانې براو 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 36 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
7 ـــ ډیوانې سمېت 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 17 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .