رایل چلېنجرز بنګلور، راجستان رایلز ته ماتې ورکړه/ د آی پي ال پنځه پنځوسمه سیالۍ


د نیمه پای لوبې دویمه لوبه:
د چهار شنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د غویي ( ثور ) دېرشمه، چې د 2015 زېږدیز کال د مې له شلمې نېټې سره برابروه، د هند غوره لیګ ( آی پي ال ) پنځه پنځوسمه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ د رایل چلېنجرز بنګلور او راجستان رایلز لوبډلو ترمنځ د هندوستان د پونې په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه.
د لوبې پچه د رایل چلېنجرز بنګلور لوبډلې، لوبډل مشر ( کپټان ) ویرات کوهلي وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
د رایل چلېنجرز بنګلور کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 4 لوبغاړو په سوځېدو 180 منډې جوړې کړې، چې سیالې لوبډلې ته یې د 181 منډو هدف ورکړ .
د راجستان رایلز کرکېټ لوبډلې د 19 اورونو په لوبولو او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو 109 منډې جوړې کړې، چې د ټاکلي په تر لاسه کولو کې پاتې راغله، چې د 6 وېکټو، 6 توپونو او 71 منډو په توپیر سره یې له رایل چلېنجرز بنګلور څخه ستره ماتې وخوړه او له دې ټورنمنټ څخه بهر شوه .
د رایل چلېنجرز بنګلور لوبډلې له لوري اې بي ډیوېلرز ډېره ښکلې، په زړه پورې او برید کوونکې توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په 38 توپونو 66 منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې 4 څلوریزې، 4 شپږیزې شاملې وې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د رایل چلېنجرز بنګلور او راجستان رایلز د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د رایل چلېنجرز بنګلور د توپ وهنې برخه :
1 ـــ کریس ګېل په 26 توپونو 27 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
2 ـــ ویرات کوهلي په 18 توپونو 12 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ اې بي ډیوېلرز په 38 توپونو 66 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې، 4 شپږیزې یې ترسره کړې او په منډه کې وسوځېده .
4 ـــ مندیپ سېنګ په 34 توپونو 54 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 7 څلوریزې او 2 شپږیزې یې ترسره کړې .
5 ـــ دینېش کارتیک په 3 توپونو 8 منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
6 ـــ سرفراز خان په یوه توپ، یوه ناسوځېدلې منډه جوړه کړه .
د رایل چلېنجرز بنګلور د توپ اچونې برخه :
1 ـــ میچیل سټارک 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 22 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
2 ـــ سرینات اراویند 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 20 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ هرشال پټېل 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 15 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
4 ـــ ډېوېډ ویسي 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 32 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
5 ـــ یوزویندرا چاحل 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 20 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
د راجستان رایلز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ اجېنکا رېحاني په 39 توپونو 42 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
2 ـــ شېن اوټسن په 5 توپونو 10 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ سنجو سامسن په 8 توپونو 5 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ سټېفن سمېت په 13 توپونو 12 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
5 ـــ کارون نیر په 13 توپونو 12 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
6 ـــ ډیپک هودا په 14 توپونو 11 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
7 ـــ جېمز فولکنر په 4 توپونو 4 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
8 ـــ سټوارټ بیني په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
9 ـــ چریس موریس په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
10 ـــ انکیت شرما په 5 توپونو 7 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه .
11 ـــ داول کولکارني په 9 توپونو 3 منډې جوړې کړې او بولډ اوټ شو .
د راجستان رایلز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ چریس موریس 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 42 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
2 ـــ جېمز فولکنر 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 42 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
3 ـــ داول کولکارني 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 28 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
4 ـــ شېن واټسن 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 32 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ انکیت شرما 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 28 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ سټوارټ بیني یو اور توپ اچونه ترسره کړه، یوه منډه یې ورکړه، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .