مومبیي انډینز چینای سوپر کېنګز ته ماتې ورکړه / د آی پي ال څلور پنځوسمه سیالۍ

  د نیمه پای لوبې لومړۍ لوبه :      د سه شنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د غویي ( ثور ) نهه ویشتمه، چې د 2015 زېږدیز کال د مې له نولسمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ ( آی پي ال ) څلور پنځوسمه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ، چې د یاد لیګ د نیمه پای لوبې لومړۍ لوبه وه، د مومبیي انډینز او چینای سوپر کېنګز لوبډلو ترمنځ د هندوستان د مومبیي په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .   د لوبې پچه د مومبیي انډینز لوبډلې، لوبډل مشر ( کپټان ) روهیت شرما وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .   د مومبیي انډینز کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 6 لوبغاړو په سوځېدو 187 منډې جوړې کړې، چې سیالې لوبډلې ته یې د 188 منډو هدف ورکړ .   د چینای سوپر کېنګز کرکېټ لوبډلې د 19  اورونو په لوبولو او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو 162 منډې جوړې کړې، چې د ټاکل شوي هدف په تر لاسه کولو کې پاتې راغله او د 4 وېکټو، 25 منډو او 6 توپونو په توپیر یې له مومبیي انډینز څخه ستره ماتې وخوړه.   د چینای سوپر کېنګز لوبډله که څه هم په نیمه پای لوبه کې یې ماتې وخوړه، خو بیا هم بخت ورسره یاري وکړه، چې د کرکېټ بورډ مسولانو دې لوبډلې ته یو بل چانس هم ورکړه، چې راتلونکې لوبه به یې له رایل چلېنجرز بنګلور لوبډلې سره وي، د دې لوبې بریالۍ لوبډله به په پای لوبه کې له مومبیي انډینز لوبډلې سره مخامخ کېږي .   د مومبي انډینز لوبډلې له لوري لېندل سیمونز ډېره ښکلې، په زړه پورې او برید کوونکې لوبه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په 51 توپونو 65 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې 3 څلوریزې او 5 شپږیزې شاملې وې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو . د مومبيي انډینز او چینای سوپر کېنګز د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی : د مومبیي انډینز د توپ وهنې برخه : 1 ـــ لېندل سیمونز په 51 توپونو 65 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، 5 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو . 2ـــ  پارتیو پټېل په 25 توپونو 35 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو . 3 ـــ روهیت شرما په 14 توپونو 19 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو . 4 ـــ کیرون پولارډ په 17 توپونو 41 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، 5 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو . 6 ـــ هاردیک پانډیا په 2 توپونو، یوه منډه جوړه کړه او کېچ اوټ شو . 7 ـــ هربجن سېنګ په 3 توپونو 6 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه . 8 ـــ ججا دیشا سچېت په یوه توپ، یوه ناسوځېدلې منډه جوړه کړه . د مومبيي انډینز د توپ اچونې برخه : 1 ـــ لسېت ملینګا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 23 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول . 2 ـــ میچیل میکلیناګن 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 46 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 3 ـــ وینې کومار 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 26 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول . 4 ـــ هربجن سېنګ 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 26 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول . 5 ـــ کیرون پولارډ 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 22 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . 6 ـــ ججا دیشا سچېت 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 18 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . د چینای سوپر کېنګز د توپ وهنې برخه : 1 ـــ ډیوانې سمېت په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه . 2 ـــ مایکل هسي په 11 توپونو 16 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو . 3 ـــ فاف ډوپلیسېز په 34 توپونو 45 منډې جوړې کړې، 5 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو . 4 ـــ سورېش رینا په 20 توپونو 25 منډې جوړې کړې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو . 5 ـــ ایم ایس ډوني په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه . 6 ـــ ډیوانې براو په 15 توپونو 20 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او په منډه کې وسوځېده . 7 ـــ رویندرا جدېجا په 10 توپونو 19 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو . 8 ـــ پوان نېګې په 3 توپونو 3 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو . 9 ـــ اشوین په 12 توپونو 23 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو . 10 ـــ موهیت شرما په 3 توپونو 3 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. 11 ـــ اشیش نېهرا په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه . د چینای سوپر کېنګز د توپ اچونې برخه : 1 ـــ اشوین 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 22 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . 2 ـــ اشیش نېهرا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 28 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 3 ـــ پوان نېګي 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 46 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . 4 ـــ رویندرا جدېجا 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 18 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 5 ـــ موهیت شرما 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 33 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 6 ـــ ډیوانې براو 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 40 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .