مومبیي انډینز سنرایزرز حیدر آباد ته ماتې ورکړه / د آی پي ال دري پنځوسمه سیالۍ


د یکشنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د غویي (ثور) اوه ویشتمه، چې د 2015 زېږدیز کال د مې له اولسمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ ( آی پي ال ) دري پنځوسمه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ د مومبیي انډینز او سنرایزرز حیدر آباد لوبډلو ترمنځ د هندوستان د حیدر آباد د ډېکسن په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
د لوبې پچه د سنرایزرز حیدر آباد لوبډلې، لوبډل مشر ( کپټان ) ډېوېډ وارنر وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
د سنرایزرز حیدر آباد کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو 113 منډې جوړې کړې، چې سیالې لوبډلې ته یې د 114 منډو هدف وټاکه .
د مومبیي انډینز کرکېټ لوبډلې د 13.5 اورونو په لوبولو او د خپل یوه لوبغاړي په سوځېدو ټاکلی هدف په ډېرې آسانۍ ترلاسه، چې د سنرایزرز حیدر آباد لوبډلې ته یې د 9 وېکټو او 37 توپونو په توپیر ستره ماتې ورکړه او د لوبې بریایې په خپل نوم کړه .
د مومبي انډینز لوبډلې له لوري میچیل میکلیناګن ډېره ښکلې او په زړه پورې توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 16 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د یادونې وړ ده، ټاکل شوې وه، چې تر دې وړاندې د رایل چلېنجرز بنګلور او ډهلي ډارېډیوېلز لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شي، خو د باران د ورېدو له کبله، لوبه ترسره نه شوه او د واړو لوبډلو ته یوه ـــ یوه نومره ورکړل شوه .
د سنرایزرز حیدر آباد او مومبیي انډینز د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د سنرایزرز حیدر آباد د توپ وهنې برخه :
1 ـــ ډېوېډ وارنر په 5 توپونو 6 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوت شو .
2 ـــ شیکر دوان په 2 توپونو، یوه مڼده جوړه کړه او بولډ اوټ شو .
3 ـــ ماسېز هېنریکیوس په 19 توپونو 11 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او سټمپ اوټ شو .
4 ـــ این مورګن په 14 توپونو 9 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
5 ـــ لوکېش راهول په 24 توپونو 25 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
6 ـــ نامن اوجا په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
7 ـــ کرن شرما په 21 توپونو 15 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
8 ـــ اشېش ریډي په 15 توپونو 17 منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
9 ـــ بونېشور کومار په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
10 ـــ پراوین کومار په 6 توپونو 4 منډې جوړې کړې او په منډه کې وسوځېده .
11 ـــ ډېل سټېن په 11 توپونو 19 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې یې ترسره کړې .
د سنرایزرز حیدر آباد د توپ اچونې برخه :
1 ـــ ډېل سټېن 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 27 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ بونېشور کومار 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 16 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
3 ـــ پراوین کومار 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 13 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
4 ـــ مایسېز هېنریکیوس 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 17 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ کرن شرما 2.5 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 38 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
د مومبیي انډینز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ لېندل سیمونز په 44 توپونو 48 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
2 ـــ پارټیو پټېل په 37 توپونو 51 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 9 څلوریزې یې ترسره کړې .
3 ـــ روهیت شرما په 2 توپونو 7 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه.
د مومبیي انډینز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ لسېت ملینګا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 17 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ میچیل میکلیناګن 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 16 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ وینې کومار 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 21 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
4 ـــ ججا دیشا سچېت 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 14 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
5 ـــ هاردیک پانډیا یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 11 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ هربجن سېنګ 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 18 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
7 ـــ کیرون پولارډ 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 14 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .