
د شنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د غویي (ثور) شپږ ویشتمه، چې د 2015 زېږدیز کال د مې له شپاړسمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ ( آی پي ال ) دوه پنځوسمه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ د راجستان رایلز او کولکته نایټ رایډرز لوبډلو ترمنځ د هندوستان د مومبیي په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه . د لوبې پچه د راجستان رایلز لوبډلې، لوبډل مشر ( کپټان ) شېن واټسن وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه . د راجستان رایلز کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 6 لوبغاړو په سوځېدو 199 منډې جوړې کړې، چې سیالې لوبډلې ته یې د 200 منډو هدف وټاکه . د کولکته نایټ رایډرز کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 9 لوبغاړو په سوځېدو 190 منډې جوړې کړې، چې د ټاکلي هدف په تر لاسه کولو کې پاتې راغله او د 4 وېکټو او 9 منډو په توپیر یې له راجستان رایلز لوبډلې څخه ماتې وخوړه . د راجستان رایلز لوبډلې له لوري شېن واټسن ډېره ښکلې، په زړه پورې او برید کوونکې لوبه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په 59 توپونو 104 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې 9 څلوریزې او 5 شپږیزې شاملې، چې د لوبې د غوره لوبغاړي په نوم ونومول شو . د راجستان رایلز او کولکته نایټ رایډرز د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی : د راجستان رایلز د توپ وهنې برخه : 1 ـــ اجېنکا رېحاني په 22 توپونو 37 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او په منډه کې وسوځېده . 2 ـــ شېن واټسن په 59 توپونو 104 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 9 څلوریزې او 5 شپږیزې یې ترسره کړې . 3 ـــ سټیفن سمېت په 11 توپونو 14 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو . 4 ـــ سنجو سامسن په 9 توپونو 8 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو . 5 ـــ جېمز فولکنر په 6 توپونو 6 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو . 6 ـــ کارون نیر په 10 توپونو 16 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو . 7 ـــ چریس موریس په 5 توپونو 4 منډې جوړې کړې او په منډه کې اوټ شو . د راجستان رایلز د توپ اچونې برخه : 1 ـــ چریس موریس 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 23 منډې یې ورکړې او 4 لوبغاړي یې وسوځول . 2 ـــ بریندر سران 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 35 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . 3 ـــ داول کولکارني 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 36 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول . 4 ـــ جېمز فولکنر 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 45 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 5 ـــ شېن واټسن 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 38 مندې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول . 6 ـــ سټوارټ بیني یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 10 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . د کوکلکته نایټ رایډرز د توپ وهنې برخه : 1 ـــ روبین اوتاپا په 8 توپونو 14 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو . 2 ـــ ګواتم ګمبیر په 3 توپونو، یوه منډه جوړه کړه او کېچ اوټ شو . 3 ـــ منېش پانډې په 21 توپونو 21 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو . 4 ـــ یوسف پټان په 35 توپونو 44 منډې جوړې کړې، 5 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو . 5 ـــ اندري روسل په 20 توپونو 37 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو . 6 ـــ سوریا کومار یادوف په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه . 7 ـــ شکیب الحسن په 11 توپونو 13 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو . 8 ـــ ازهر محمود په 7 توپونو 6 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو . 9 ـــ پیوش چاوله په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه . 10 ـــ اومېش یادوف په 11 توپونو 24 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه . 11 ـــ مورني مورکل په 3 توپونو 4 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. د کولکته نایټ رایډرز د توپ اچونې برخه : 1 ـــ ازهر محمود 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 41 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . 2 ـــ مورني مورکل 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 38 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . 3 ـــ اومېش یادوف 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 36 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 4 ـــ شکیب الحسن 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 36 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . 5 ـــ اندري روسل 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 32 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول . 6 ـــ پیوش چاوله یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 12 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .