د ناپلیون داستان کتاب چاپ شو

 
د « ناپلیون داستان» په نوم کتاب پښتو ژباړه چاپ شوه. دغه کتاب چې الماني لیکوال « اېمېل لډوېګ» لیکلی ابو محمد عمران پښتو ته ژباړلی دی. کتاب د فرانسې د مشهور امپراتور ناپلیون بوناپارت د ژوند په اړه دی. د ناپلیون داستان، چې په پنځو څپرکو او ۲۷۵پاڼو کې په ښکلي صحافت د اکسوس کتاب پلورنځي له لوري چاپ شوی د (۱۵۰) افغانیو په بدل کې یې له نوموړي کتاب پلورنځي څخه تر لاسه کولای شئ.
اکسوس کتاب پلورنځي تر دې وړاندې هم شاوخوا ۲۱عنوانه بیلابیل کتابونه چاپ او خپاره کړي دي