کېنګز اکس ون پنجاب له چینای سوپر کېنګز څخه ماتې وخوړه / د آی پي ال یو پنځوسمه سیالۍ

    د شنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د غویي (ثور) شپږ ویشتمه، چې د 2015 زېږدیز کال د مې له شپاړسمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ ( آی پي ال ) یو پنځوسمه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ د کېنګز اکس ون پنجاب او چینای سوپر کېنګز لوبډلو ترمنځ د هندوستان د موهالي په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .   د لوبې پچه د کېنګز اکس ون پنجاب لوبډلې، لوبډل مشر ( کپټان ) جیورج بیلي وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .   د کېنګز اکس ون پنجاب کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 7 لوبغاړو په سوځېدو 130 منډې جوړې کړې، چې سیالې لوبډلې ته یې د 131 منډو هده وټاکه .   د چینای سوپر کېنګز کرکېټ لوبډلې د 16.5 اورونو په لوبولو او د خپلو 3 لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف په ډېرې آسانۍ تر لاسه، چې د کېنګز اکس ون پنجاب لوبډلې ته یې د 7 وېکټو او 19 توپونو په توپیر ستره ماتې ورکړه او د لوبې بریا یې په خپل نامه کړه .   د چینای سوپر کېنګز لوبډلې له لوري فاف ډوپلسېز ډېره ښکلې، په زړه پورې او برید کوونکې لوبه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په 41 توپونو 55 مندې جوړې کړې، چې په منډو کې یې 5 څلوریزې، یوه شپږیزه شامله وه او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو . د کېنګز اکس ون پنجاب او چینای سوپر کېنګز د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی : د کېنګز اکس ون پنجاب د توپ وهنې برخه : 1 ـــ وریدیمن ساها په 12 توپونو 15 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو . 2 ـــ منان وهرا په 7 توپونو 4 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو . 3 ـــ جیورج بیلي په 7 توپونو 12 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو . 4 ـــ ګلین مکسویل په 14 توپونو 6 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ او بولډ اوټ شو . 5 ـــ ګورکیرات سېنګ په 14 توپونو 15 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او سټمپ اوټ شو . 6 ـــ ډېوېډ مېلر په 15 توپونو 11 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو . 7 ـــ اکسر پټېل په 29 توپونو 32 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو . 8 ـــ ریشي دوان په 20 توپونو 25 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه او 2 شپږیزې یې ترسره کړې . 9 ـــ بیوران هېنډریکس په 2 توپونو، یوه ناسوځېدلې منډه جوړه کړه . د کېنګز اکس ون پنجاب د توپ اچونې برخه : 1 ـــ سندیپ شرما 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 9 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 2 ـــ بیوران هېنډریکس 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 25 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 3 ـــ ګورکیرات سېنګ 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 22 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . 4 ـــ ریشي دوان 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 12 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 5 ـــ ګلین مکسویل یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 8 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . 6 ـــ اکسر پټېل 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 28 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . 7 ـــ انوریت سېنګ 2.5 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 30 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . د چینای سوپر کېنګز د توپ وهنې برخه : 1 ـــ مایکل هسي په 4 توپونو، یوه منډه جوړه کړه او کېچ اوټ شو . 2 ـــ برېنډان میکالم په 6 توپونو 6 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو . 3 ـــ فاف ډوپلیسېز په 41 توپونو 55 منډې جوړې کړې، 5 څلوریزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو . 4 ـــ سورېش رینا په 34 توپونو 41 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې یې ترسره کړې . 5 ـــ ایم ایس ډوني په 16 توپونو 25 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې او 2 شپږیزې یې ترسره کړې . د چینای سوپر کېنګز د توپ اچونې برخه : 1 ـــ پوان نېګي 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 25 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول . 2 ـــ ایشور پانډې 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 22 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 3 ـــ اشیش نېهرا 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 17 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 4 ـــ اشوین 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 14 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 5 ـــ رویندرا جدېجا 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 18 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 6 ـــ سورېش رینا یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 8 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . 7 ـــ ډیوانې براو 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 20 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .