سنرایزرز حیدر آباد له رایل چلېنجرز بنګلور څخه ماتې وخوړه / د آی پي ال پنځوسمه سیالۍ

  لیکوال : عطا محمد میاخېل    د جمعې په ورځ، چې د روا هجري لمریز کال د غویي (ثور) پنځه ویشتمه، چې د 2015 زېږدیز کال د مې له پنځلسمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ ( آی پي ال ) پنځوسمه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ د سنرایزرز حیدر آباد او رایل چلېنجرز بنګلور لوبډلو ترمنځ د هندوستان د حیدر آباد په نړیوا کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .   د لوبې پچه د سنرایزرز حیدر آباد لوبډلې، لوبډل مشر ( کپټان ) ډېوېډ وارنر وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .   د باران د ورېدو له امله د لوبې 9 اورونه را کم شول او لوبه 11 اوریزه شوه .   د سنرایزرز حیدر آباد کرکېټ لوبډلې د 11 اورونو په لوبولو او د خپلو 3 لوبغاړو په سوځېدو 135 منډې جوړې کړې، چې مقابلې لوبډلې ته یې د 136 منډو هدف ورکړ.   په لوبه کې یو ځل بیا باران شو او لوبه 6 اورونو ته راټیټه شوه او د سنرایرز حیدر آباد لوبډلې منډې هم 135 څخه82 ته راټیټې شوې .   د رایل چلېنجرز بنګلور لوبډلې د 5.5 اورونو په لوبولو او د خپلو4 لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف په ډېرې آسانۍ تر لاسه او د سنرایزرز حیدر آباد لوبډلې ته یې د 6 وېکټو او یو توپ په توپیر ماتې ورکړه .   د رایل چلېنجررز بنګلور لوبډلې له لوري د نوموړې لوبډلې، لوبډل مشر ویرات کوهلي ډېره ښکلې او په زړه پورې توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په 19 توپونو 44 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې3 څلوریزې او 3 شپږیزې شاملې وې اود لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو . د رایل چلېنجرز بنګلور او سنرایزرز حیدر آباد د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی : د سنرایزرز حیدر آباد د توپ وهنې برخه : 1 ـــ ډېوېډ وارنر په 32 توپونو 52 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 5 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه . 2 ـــ شیکر دوان په 7 توپونو 8 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو . 3 ـــ مایسېز هېنریکیوس په 22 توپونو 57 منډې جوړې کړې، 5 څلوریزې، 4 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو . 4 ـــ این مورګن په 7 توپونو 11 منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو . د سنرایزرز حیدر آباد د توپ اچونې برخه : 1 ـــ ډېل سټېن یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 17 منډې ې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . 2 ـــ بونېشور کوما 1.5 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 39 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . 3 ـــ مایسېز هېنریکیوس یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 3 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول . 4 ـــ کرن شرما یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 14  منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . 5 ـــ پراوین کومار یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 10 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . د رایل چلېنجرز بنګلور د توپ وهنې برخه : 1 ـــ کریس ګېل په 10 توپونو 35 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې، 3 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو . 2 ـــ ویرات کوهلي په 19 توپونو 44 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې او 3 شپږیزې یې ترسره کړې . 3 ـــ اې بي ډیوېلرز په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه . 4 ـــ مندیپ سېنګ په 3 توپونو، یوه منډه جوړه کړه او کېچ اوټ شو . 5 ـــ دینېش کارتیک په 2 توپونو 2 منډې جوړې کړې او په منډه کې وسوځېده . د رایل چلېنجرز بنګلور د توپ اچونې برخه : 1 ـــ میچیل سټارک 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 26 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 2 ـــ هر شال پټېل 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 30 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . 3 ـــ ډېوېډ ویسي 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 20 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول . 4 ـــ اشوک دیندا 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 23 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . 5 ـــ یوزویندرا چاحل 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 34 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .