د افغــان فـریـــــاد

 

مــاتـــه د دردونــو د رنځـونــو کیسې څـه کـــوی
زه پــه کــړاوونــــــو کــړیـــدلی یـو افغان یمــــه
زړه او هـم ځیګر می د زخمــونـو خــزانـه شولـه 
داســی بـــی درمـله دردیــــــدلی یـو افغان یمـــــه 
هــر سهار چی پــاڅـم د چـاودنو انګــازه وی تـــل
پــروت یمـــه پـــه وینـو لمبیدلی یو افغان یمـــــه 
خویندی مو سر تورې او د میندو حال به څه وایم
نـــم شـومـه د اوښـکو څڅیــدلی یـو افغان یمــــــه
هیـلې آروزګانی مـی بـی شمــاره پــه زړګی لـرل
خښ مـی شـو وجـود روح می وتلي یو افغان یمـه
کونـډې یتیمـان مـو بـی اســرې راپسی ژاړی نـن
پــاتی پـــه تیــارو تــل ټپـریـــدلی یو افغان یمـــه
دا زمونـږ قسمت دی د تقدیـر بـه درته څه وایــــم 
تـــل پــه ګـاونـــډیـانـو ځپیـــــدلی یـو افغان یمـــه
خـدای خبـر احمـده دا تیـارې چیرته رڼا بــــه شـی
تــږی یـــم د سولـې ځــوریـــدلی یـو افغان یمــــه
احمــد خـــرم