کولکته نایټ رایډرز له مومبیي انډینز څخه ماتې وخوړه / د آی پي ال نهه څلوېښتمه سیالۍ

      د پنجشنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د غویي (ثور) څلور ویشتمه، چې د 2015 زېږدیز کال د مې له څوارلسمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ ( آی پي ال ) نهه څلوېښتمه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ د مومبیي انډینز او کولکته نایټ رایډرز لوبډلو تر منځ د هندوستان د مومبیي په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه.   د لوبې پچه د مومبیي انډینز لوبډلې، لوبډل مشر ( کپټان ) روهیت شرما وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .   د مومبيي انډینز کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 4 لوبغاړو په سوځېدو 171 منډې جوړې کړې، چې سیالې لوبډلې ته یې د 172 منډو هدف وټاکه .   د کولکته نایټ رایډرز کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 7 لوبغاړو په سوځېدو 166 منډې جوړې کړې، چې د ټاکلي هدف په تر لاسه کولو کې پاتې راغله، چې د 6 وېکټو او 5 منډو په توپیر له مومبیي انډینز لوبډلې څخه ماتې وخوړه .   د مومبیي انډینز لوبډلې له لوري هادریک پانډیا ډېره ښکلې، په زړه پورې او برید کوونکې توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په 31 توپونو 61 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې 8 څلوریزې او 2شپږیزې شاملې وې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو . د مومبیي انډینز او کولکته نایټ رایډرز د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی : د مومبیي انډینز د توپ وهنې برخه : 1 ـــ لېندل سیمونز په 16 توپونو 14 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو . 2 پارتیو پټېل په 14 توپونو 21 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو . 3 ـــ روهیت شرما په 21 توپونو 30 منډې جوړې کړې، 5 څلوریزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو . 4 ـــ امبټي رایډو په 3 توپونو 2 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو . 5 ـــ کیرون پولارډ په 38 توپونو 33 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، یوه شپږیزه یې ترسره کړه . 6 ـــ هاردیک پانډیا په 31 توپونو 61 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 8 څلوریزې او 2 شپږیزې یې ترسره کړې . د مومبیي انډینز د توپ اچونې برخه : 1 ـــ لسېت ملینګا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 31 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 2 ـــ میچیل میکلیناګن 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 31 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 3 ـــ وینې کومار 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 33 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 4 ـــ هربجن سېنګ 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 31 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 5 ـــ ججا دیشا سچېت 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 23 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 6 ـــ هاردیک پانډیا یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 10 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . 7 ـــ کیرون پولارډ یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 6 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . د کولکته نایټ رایډرز د توپ وهنې برخه : 1 ـــ روبین اوتاپا په 20 توپونو 25 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو . 2 ـــ ګواتم ګمبیر په 29 توپونو 38 منډې جوړې کړې، 5 څلوریزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو . 3 ـــ منېش پانډې په یوه توپ، یوه منډه جوړه کړه او په منډه کې وسوځېده . 4 ـــ یوسف پټان په 37 توپونو 52 منډې جوړې کړې، 5 څلوریزې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو . 5 ـــ شکیب الحسن په 15 توپونو 23 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو . 6 ـــ اندري روسل په 4 توپونو 2 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو . 7 ـــ سوریا کومار یادوف په 5 توپونو 11 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو . 8 ـــ پیوش چاوله په 7 توپونو، یوه ناسوځېدلې منډه جوړه کړه . 9 ـــ اومېش یادوف په 2 توپونو 5 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه . د کولکته نایټ رایډرز د توپ اچونې برخه : 1 ـــ اومېش یادوف 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 37 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . 2 ـــ مورني مورکل 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 27 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 3 ـــ شکیب الحسن 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 22 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول . 4 ـــ پیوش چاوله یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 9 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . 5 ـــ سونیل نارین 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 38 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 6 ـــ اندري روسل 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 37 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .