کېنګز اکس ون پنجاب رایل چلېنجرز بنګلور ته ماتې ورکړه / د آی پي ال اته څلوېښتمه سیالۍ

    د چهار شنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د غویي (ثور) درویشتمه، چې د 2015 زېږدیز کال د مې له دیارلسمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره ( آی پي ال ) اته څلوېښتمه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ د کېنګز اکس ون پنجاب او رایل چلېنجرز بنګلور لوبډلو ترمنځ د هند د موهالي په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .   د لوبې پچه د کېنګز اکس ون پنجاب لوبډلې لوبډل مشر ( کپټان ) جیورج بیلي وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .   د باران د ورېدو له کبله د لوبې لس اورونه را کم شول او لوبه لس اوریزه شوه .   د کېنګز اکس ون پنجاب کرکېټ لوبډلې د 10 اورونو په لوبولو او د خپلو 6 لوبغاړو په سوځېدو 106 منډې جوړې کړې، چې سیالې لوبډلې ته یې د 107 منډو هدف ورکړ .   د رایل چلېنجرز بنګلور کرکېټ لوبډلې د 10 اورونو په لوبولو او د خپلو 6 لوبغاړو په سوځېدو 84 منډې جوړې کړې، چې د ټاکلي هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغله، چې د 4 وېکټو او 22 منډو په توپیر یې له کېنګز اکس ون پنجاب لوبډلې څخه ماتې وخوړه .   د کېنګز اکس ون پنجاب لوبډلې له لوري اکسر پټېل ډېره ښکلې او په زړه پورې توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 11 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو . د کېنګز اکس ون پنجاب او رایل چلېنجرز بنګلور د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی : د کېنګز اکس ون پنجاب د توپ وهنې برخه : 1 ـــ وریدیمن ساها په 12 توپونو 31 منډې جوړې کړې، 5 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو . 2 ـــ منان اوهرا په 6 توپونو 11 منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو . 3 ـــ ګلین مکسویل په 10 توپونو 10 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو . 4 ـــ ډېوېډ مېلر په 4 توپونو 14 منډې جوړې کړې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او سټمپ اوټ شو . 5 ـــ جیورج بیلي په 9 توپونو 13 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو . 6 ـــ اکسر پټېل په 15 توپونو 20 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، یوه شپږیزه یې ترسره کړه . 7 ـــ ګورکیرات سېنګ په 3 توپونو 2 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو . 8 ـــ رېشي دوان په یوه توپ، یوه ناسوځېدلې منډه جوړه کړه . د کېنګز اکس ون پنجاب د توپ اچونې برخه : 1 ـــ سندیپ شرما 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 20 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 2 ـــ بیوران هېنډریکس 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 9 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 3 ـــ انوریت سېنګ 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 21 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول . 4 ـــ رېشي دوان 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 18 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . 5 ـــ اکسر پټېل 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 11 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول . د رایل چلېنجرز بنګلور د توپ وهنې برخه : 1 ـــ کریس ګېل په 14 توپونو 17 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو . 2 ـــ ویرات کوهلي په 9 توپونو 19 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو . 3 ـــ اې بي ډیوېلرز په 9 توپونو 10 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو . 4 ـــ مندیپ سېنګ په 14 توپونو 20 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو . 5 ـــ دینېش کارتیک په 4 توپونو 2 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو . 6 ـــ سرفراز خان په 6 توپونو 4 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو . 7 ـــ ډېوېد ویسي په 5 توپونو 4 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې . د رایل چلېنجرز بنګلور د توپ اچونې برخه : 1 ـــ میچیل سټارک 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 20 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 2 ـــ سرینات اراویند 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 31 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . 3 ـــ ډېوېډ ویسي 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 17 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 4 ـــ هرشال پټېل 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 12 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول . 5 ـــ یوزویندرا چاحل 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 25 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .