
په ډېرې خواښينۍ سره مو خبر تر لاسه كړ چې، د سردار محمد داؤود خان د جمهوريت پرمهال د لوړوزده كړو لومړنى او پخوانى وزير، دكابل پوهنتون لومړنى رئيس او دكابل پوليتخنيك پوهنتون استاد الحاج پوهاند دوكتور غلام صديق محبي د (دوشنبې) په ورځ د چنگاښ په دوه ويشتمه نېټه غرمه مهال ۱۲بجې د ورپېښې ناروغۍ له امله دپنځه اتياكلونو په عمر د پېښور د الرحمن مېډيكل په روغتون كې په حق ورسيد.
انالله وانا اليه راجعون
دآسيا د فزيك د علم ستر پوه او د هېواد د علم او پرمختك د ډګر سالار پوهاند دكتور غلام صديق محبي دلوړوزده كړو دلومړني وزير او دكابل پوهنتون د لومړني انتخابي رئيس په توګه دنده ترسره كړې وه او د مرګ تر ورځو وړاندې هم دكابل پولېتخنيك پوهنتون د استاد په توګه په ټولې وطنپالنې مينې پاتې شوى ؤ. چې د ده خدمتونه به زموږ په تاريخ كې كې تلپاتي وي.
د پوهنې وزارت د نوموړي مړينه د علمي خدماتو په ډگر كې يو نه جبرانيدونكې ضايعه بولې، د لوى خداى له درباره نوموړي ته د فردوس جنت او پاتې ورثې ته يې تسليت غواړي
په درنښت
فاروق وردك
دپوهنې وزير