ډهلي ډارېډیوېلز چینای سوپر کېنګز ته ماتې ورکړه / د آی پي ال اوه څلوېښتمه سیالۍ

     د سه شنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د غویي (ثور) دوه ویشتمه، چې د 2015 زېږدیز کال د مې له دولسمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ ( آی پي ال ) اوه څلوېښتمه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ د ډهلي ډارېډیوېلز او چینای سوپر کېنګز لوبډلو ترمنځ د هندوستان د ریپور په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .   د لوبې پچه د چینای سوپر کېنګز لوبډلې، لوبډل مشر ( کپټان ) ایم ایس ډوني وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .   د چینای سوپر کېنګز کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 6 لوبغاړو په سوځېدو 119 منډې جوړې کړې، چې سیالې لوبډلې ته یې د 120 منډو هدف ورکړ.   د ډهلي ډارېډیوېلز کرکېټ لوبډلې د 16.4 اورونو په لوبولو او د خپلو 4 لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف په ډېرې آسانۍ تر لاسه، چې د چینای سوپر کېنګز لوبډلې ته یې د 6 وېکټو او 20 توپونو په توپیر ماتې ورکړه او د لوبې بریایې د ځان کړه .   د ډهلي ډارېډیوېلز لوبډلې له لوري شري یاس ایر ډېره ښکلې، په زړه پورې او برید کوونکې توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په 49 توپونو 70 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې 10 څلوریزې، یوه شپږیزه شامله وه او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو . د چینای سوپر کېنګز او ډهلي ډارېډیوېلز د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی : د چینای سوپر کېنګز د توپ وهنې برخه : 1 ـــ ډیوانې سمېت په 24 توپونو 18 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او ال بي ډبلیو اوټ شو . 2 ـــ برېنډان میکالم په 21 توپونو 11 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو . 3 ـــ سورېش رینا په 8 توپونو 11 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو . 4 ـــ فاف ډوپلیسېز په 23 توپونو 29 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو . 5 ـــ ایم ایس ډوني په 24 توپونو 27 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو . 6 ـــ ډیوانې براو په 8 توپونو 8 منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو . 7 ـــ پوان نېګي په 8 توپونو 5 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. 8 ـــ رویندرا جدېجا په 4 توپونو 3 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. د چینای سوپر کېنګز د توپ اچونې برخه : 1 ـــ ایشور پانډې 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 27 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول . 2 ـــ موهیت شرما 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 17 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . 3 ـــ اشوین 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 24 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . 4 ـــ رویندرا جدېجا 2.4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 16 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . 5 ـــ سورېش رینا یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 8 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . 6 ـــ پوان نېګي 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 28 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول . د ډهلي ډارېډیوېلز د توپ وهنې برخه : 1 ـــ کوینټون ډیکوک په 7 توپونو 3 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو . 2 ـــ شري یاس ایر په 49 توپونو 70 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 10 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه . 3 ـــ جین پول ډومیني په 7 توپونو 6 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو . 4 ـــ یوراج سېنګ په 28 توپونو 32 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو . 5 ـــ البي مورکل په 8 توپونو 8 منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو . 6 ـــ کیدار جادف په یوه توپ، یوه ناسوځېدلې منډه جوړه کړه . د ډهلي ډارېډیوېلز د توپ اچونې برخه : 1 ـــ شهبار ندیم 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 18 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . 2 ـــ زهیر خان 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 9 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول . 3 ـــ ګوریندر سنډو 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 33 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 4 ـــ البي مورکل 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 21 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 5 ـــ جیانټ یادوف 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه 8 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 6 ـــ یوراج سېنګ 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 23 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .