کېنګز اکس ون پنجاب له سنرایزرز حیدر آباد څخه ماتې وخوړه / د آی پي ال شپږ څلوېښتمه سیالۍ

     د دوشنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د غویي (ثور) یوویشتمه، چې د 2015 زېږدیز کال د مې له یولسمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ ( آی پي ال ) شپږ څلوېښتمه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ د سنرایزرز حیدر آباد او کېنګز اکس ون پنجاب لوبډلو تر منځ د هندوستان د حیدر آباد په ډېسکن نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .   د لوبې پچه د سنرایزرز حیدر آباد لوبډلې، لوبډل مشر ( کپټان ) ډېوېډ وارنر وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .   د سنرایزرز حیدر آباد کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 5 لوبغاړو په سوځېدو 185 منډې جوړې کړې، چې سیالې لوبډلې ته یې د 186 منډو هدف ورکړ .   د کېنګز اکس ون پنجاب کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 7 لوبغاړو په سوځېدو 180 منډې جوړې کړې، چې د ټاکلي هدف په پوره کولو کې پاتې راغله، چې د 5 وېکټو او 5 منډو په توپیر یې له سنرایزرز حیدر آباد لوبډلې څخه ماتې وخوړه .   د سنرایزرز حیدر آباد لوبډلې له لوري د یادې لوبډلې، لوبډل مشر ډېوېډ وارنر ډېره ښکلې، په زړه پورې او برید کوونکې لوبه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په 52 توپونو 81 منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې 6څلوریزې، 5 شپږیزې ترسره کړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو . د سنرایزرز حیدر آباد او کېنګز اکس ون پنجاب د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی : د سنرایزرز حیدر آباد د توپ وهنې برخه : 1 ـــ ډېوېډ وارنر په 52 توپونو 81 منډې جوړې کړې، 6 څلوریزې، 5 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو . 2 ـــ شیکر دوان په 18 توپونو 24 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو . 3 ـــ مایسېز هینریکیوس په 24 توپونو 28 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو . 4 ـــ این مورګن په 7 توپونو 17 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو . 5 ـــ نامن اوجا په 3 توپونو 2 منډې جوړې کړې او په منډه کې وسوځېده . 6 ـــ لوکېش راهول په 10 توپونو 17 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، یوه شپږیزه یې ترسره کړه . 7 ـــ کارن شرما په 7 توپونو 11 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه. د سنرایزرز حیدر آباد د توپ اچونې برخه : 1 ـــ بونېشور کومار 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 34 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 2 ـــ ټرېنټ بولټ 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 45 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 3 ـــ ایشتانت شرما 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 49 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . 4 ـــ بیپول شرما 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 13 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول . 5 ـــ مایسېز هینریکیوس 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 16 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول . 6 ـــ کارن شرما 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 20 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . د کېنګز اکس ون پنجاب د توپ وهنې برخه : 1 ـــ مورالي ویجی په 18 توپونو 24 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو . 2 ـــ منان اوهرا په 15 توپونو 20 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو . 3 ـــ وریدیمن ساها په 10 توپونو 5 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو . 4 ـــ ګلین مکسویل په 6 توپونو 11 منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو . 5 ـــ ډېوېډ مېلر په 44 توپونو 89 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې او 9 شپږیزې یې ترسره کړې . 6 ـــ جیورج بیلي په 11 توپونو 6 منډې جوړې کړې، او کېچ اوټ شو . 7 ـــ ګورکیرات سېنګ په 5 توپونو 3 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو . 8 ـــ اکسر پټېل په 11 توپونو 15 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو . د کېنګز اکس ون پنجاب د توپ اچونې برخه : 1 ـــ سندیپ شرما 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 33 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . 2 ـــ انوریت سېنګ 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 37 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . 3 ـــ بیوران هېنډرېکس 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 40 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول . 4 ـــ ګورکیرات سېنګ 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 27 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 5 ـــ ګلین مکسویل 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 28 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 6 ـــ اکسر پټېل 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 19 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .