د مرض اساسی معالجه لمړی دردونه ډیره وي

 
له ولسمشر څخه د ځینو خلکو کرکه په د خاطر دی چی ورته رسیدلي دردونه نشي تحمل کولای. ښه طبیب هغه دی چي د مرض اساسی معالجه وکړي نه داچي مریض ته مسکن ورکړي د ولسمشر غني او کرزي توپیر په همدي کې دی چی کرزي صیب د هیواد مریض وجود په مسکنو معالجه کاوه او اساسی مرض یی نشوای تشخیص کولاي، لکه څنګه چي مسکن راحت بښونکي دي او مریض ور سره د موقت راحت احساس کوي نو ځکه خلک ځیني خوشاله وو. خو ولسمشر غني د مریض هیواد د راتلوونکې لپاره اساسي معالجه شروع کړي چي دا کار له یو طرف نه ډیر وخت ته ضرورت لري او له بل طرف نه هم لمړی دردونه ډیره وي.
د ولسشمرغني په کورني سیاست کې هغه څه کړي چي د هر بي طرفه افغان غوښتنه وه د مثال په توګه د دفاع وزارت د تیلو د قرارداد لغوه کول د ځمکو د چور (ویش) بندول د ګومارني د پروسي بندول دا ټول باید شوی وای که ته غواړي چی عدالت تامین کړي نو په تیاره کې قضاوت او ویش نشي کولاي باید انتظار وباسي چي توره شپه په رڼا بدله شي کنه نو د خلکو حق به دي ضایعه کړی وي. د شمال ټلوالي هغه غیر قانوني ونډه او ونډ چي هر قومندان درلود، یوه چوکاټ(د اجرایی ریاست) ته راوستل دا د ولسمشر یو بل ابتکار وه. د کرزي صیب په وخت کې د ټلوالي له یوه ګریوان څخه لسو بلاوو سرونه را ویستلي وو چي کنترول یی ډیر سخت وو، غني لس بلاوي په یوه ګریوان ننویستي چي قابل د کنترول دي.  بهرنۍ سیاست مو له یوه تشریفاتي او سمبولیک سیاست نه په یو واقعی د را کړي ورکړي په سیاست بدل شو. په ایران کې قانوني او غیر قانوني میشتو افغانانو ته د تعلیم او تحصیل حق ورکول، د پاکستاني چارواکو ورخطا ورخطا سفرونه، د هندوستان خوش خدمتي، د پاکستان د علماوو د شورا وروستی څرکندوني، د عربستان دولت له پلوه افغانانو ته پخپل افغاني هویت د سل زرو ویزو ور کړه، د روسي او ایران علاقمندي د افغانستان د امنیت په اړه دا ټول هغه څه دي چي د ولسمشر غني په ښه او ستراتیژیک مدیریت باندي دلالت کوي. له کلونو راهيسي افغانا په پنجابي هویت بهرنیو هیوادو ته د کار لپاره خي. زمونږ په زرګونو افغانان په عربستان کې له خپل ښکلي نوم نه محروم دي او د پنجابي په مستعار نوم باندي مزدوري کوي. ولسمشر د یمن په جګړه کې د عربستان معنوي ملاتړ باندي وکولای شول چي سل زره افغانان له پنجابي هویت نه خلاص او د خپل افغاني هویت څښتن شي.او له بل طرفه یې له ایران سره خپلي اړیکي نوري هم ګرمي وساتلي. ایران او پاکستان پخپل ټول تاریخ کې له افغانانو سره داسي نرمه دپلوماسي نه وه کړي همیشه به يې له زوره خبري کولي اوس يې دا خبره درکړي چي له افغانستان سره نور باید د راکړي او ورکړي سیاست پلی کړي. اوسني ټول امکانات وخته هم موجود وو خو د کرزي صیب ضعیف مدیریت ورباندي خاوري اړولي وي.
د افغنستان اوسنی خراب اقتصادی حالت د ولسمشر غني تقصیر ندی دا د هغه کاذب، جرمی او مافیا یی اقتصاد پایله ده چي په غیر طبعي او واقعي ډول یی رشد کړی وو.یعنی له یو طرف نه د امرکایانود بي شماره ډالرو راتګ، د یو لکو پنځوس زره بهرنیو ځواکونو شتون،هغه توري پیسي چي ارګ ته له مختلفو هیوادونه ډالۍ کیدي او د هغو مافیا یی کړیو فعالیت چي نن د قانون له ډاره خپلي پیسی له بانکونو نه راباسي د افغانستان اقتصاد له نن نه بهتر ښوده. تر یو لکو نه زیاتو بهرنیو ځواکنو وتل او د مافیایی کړیو له لوري د پیسو ویستل له افغانستان نه، بي له  شکه ننی اقتصادي وضعیت رامنځ ته کوي.
ننۍ بد، سیاسي او امنیتي وضعیت د کرزي صیب میراث پاتي دی. که نن په ولسمشر غني دا نیوکه کیږی چي دوستم ته یی معاونت ورکړي او یا یی له ټلوالي سره قدرت ویشلی د دي ټولو خبرو اصلي عامل کرزی صیب دي. د اوسني حکومت شریکان هغه ماران دي چي د کرزي صیب په لمن کې تغذیه شوي او تربیه شوي دي.  
نن دوه ډلي هڅي کوي چي ولسمشر بد نام کړي یوه هغه ډله چي ولسمشر ته یی د یوه مطلب لپاره، نه د وطن د خیر لپاره  کمپاین کړي وه او نن ورته برخه نده رسیدلي او دوهمه هغه ډله چې د ولسمشر کامیابي د ځان په خیر نه بولي او د هغه شخصي ګټي په خطر کې اچوي او یا د تیرو کړنو د حساب ورکولو څخه ویره لري.
څوورځي مخ کې له امریکا سره د امنیتي تړون د لغوه کیدلو ګواښونه په ملي شورا کې راپورته شول چي دا په امریکایانو باندي یوه نوعه فشاروو. ګمان کیږی چې د پاکستان سره د امنیتي هوکړه لیک سره د ځینو افغانانو مخالفتونه د امریکا په لمسون وي ترڅو د افغانانو فکر له ځانه تاو او پاکستان لور ته ورواړوي.
د نا امنۍ په برخه کې چې کومي رسنۍ او اشخاص منفی تبلیغات کوي ځیني د عقدي له مخي او ځیني پردي جاسوسان او په پیسو اخیستل شوي  خلک دي. کنه نو دا تیر ۱۳ کلونه مو همدغسي تیر کړل. د کرزي صیب په ټوله دوره کې د افغانستان د نا امنو ولایتونو ولسوالۍ سقوط وي او یا به د ورځي له دولت او د شپي له طالبانو سره وي چې ښه مثال يې د غزني ولایت د ناوي د ولسوالۍ پس له ۱۳ کلونو د دولت لاس ته ورتلل دي. بي مطلبه او په وطن مینو افغانانو ته غني هماغه غني دی. په غني باندي د نیوکو پر ځاي د غني وملاتړ وکړئ چې د اشخاصو د غیر قانونی او ناروا غوښتنو مخه ونیسو.
په درنښت.
عزیز فیضی