
د یکشنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د غویي (ثور) شلمه، چې د 2015 زېږدیز کال د مې له لسمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ ( آی پي ال ) پنځه څلوېښتمه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ د چینای سوپر کېنګز او راجستان رایل لوبډلو ترمنځ د هندوستان د چینای په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه . د لوبې پچه د چینای سوپرکېنګز لوبډلې، لوبډل مشر ( کپټان ) ایم ایس ډوني وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه . د چینای سوپر کېنګز کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 5 لوبغاړو په سوځېدو 157 منډې جوړې کړې، چې سیالې لوبډلې ته یې د 158 منډو هدف وټاکه . د راجستان رایلز کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 9 لوبغاړو په سوځېدو 145 منډې جوړې کړې، چې د ټاکلي په تر لاسه کولو کې پاتې راغله، چې د 5 وېکټو او 12 منډو په توپیر یې له چینای سوپر کېنګز لوبډلې څخه ماتې وخوړه . د چینای سوپر کېنګز لوبډلې له لوري رویندرا جدېجا ډېره ښکلې او په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، چې نوموړي 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 11 منډې یې ورکړې او 4 لوبغاړي یې وسوځول او د لوبې د غوره لوبغاړي په نوم وپېژندل شو . د چینای سوپر کېنګز او راجستان رایلز د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړپه لاندې ډول دی : د چینای سوپر کېنګز د توپ وهنې برخه : 1 ـــ ډیوانې سمېت په 10 توپونو 6 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو . 2 ـــ برېنډان میکالم په 61 توپونو 81 منډې جوړې کړې، 7 څلوریزې، 4 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو . 3 ـــ سورېش رینا په 6 توپونو 3 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو . 4 ـــ فاف ډوپلیسېز په 25 توپونو 29 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او په منډه کې وسوځېده . 5 ـــ پوان نېګي په 3 توپونو 2 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو . 6 ـــ ایم ایس ډوني په 7 توپونو 13 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه او یوه شپږیزه یې ترسره کړه . 7 ـــ ډیوانې براو په 8 توپونو 15 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې . د چینای سوپر کېنګز د توپ اچونې برخه : 1 ـــ اشېش نېهرا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 29 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . 2 ـــ موهیت شرما 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 25 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول . 3 ـــ پوان نېګي 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 35 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . 4 ـــ رویندرا جدېجا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 11 منډې یې ورکړې او 4 لوبغاړي یې وسوځول . 5 ـــ ډیوانې براو 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 43 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول . د راجستان رایلز د توپ وهنې برخه : 1 ـــ اجېنکا رېحاني په 17 توپونو 23 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو . 2 ـــ شېن واټسن په 30 توپونو 28 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو . 3 ـــ سټیفن سمېت په 6 توپونو 4 منډې جوړې کړې او بولډ اوټ شو . 4 ـــ کارون نیر په 12 توپونو 10 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو . 5 ـــ ډیپک هودا په 14 توپونو 15 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو . 6 ـــ سنجو سامسن په 17 توپونو 26 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو . 7 ـــ جېمز فولکنر په 13 توپونو 16 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو . 8 ـــ چرېش موریس په 10 توپونو 16 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه . 9 ـــ راجټ باټیا په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه . 10 ـــ انکیت شرما په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه . 11 ـــ پراوین ټمبي په یوه توپ، یوه ناسوځېدلې منډه جوړه کړه . د راجستان رایلز د توپ اچونې برخه : 1 ـــ چرېش موریس 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 19 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول . 2 ـــ شېن واټسن 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 19 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . 3 ـــ انکیت شرما 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 31 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 4 ـــ پراوین ټمبي 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 24 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . 5 ـــ جېمز فولکنر 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 40 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . 6 ـــ راجټ باټیا 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 23 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .