رایل چلېنجرز بنګلور مومبیي انډینز ته سخته ماتې ورکړه / د آی پي ال څلور څلوېښتمه سیالۍ

     د یکشنې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د غویي (ثور) شلمه، چې د 2015 زېږدیز کال د مې له لسمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ ( آی پي ال ) څلور څلوېښتمه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ د رایل چلېنجرز بنګلور او مومبیي انډینز لوبډلو ترمنځ د هندوستان د ومومبیي په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې تر سره شوه .   د لوبې پچه د رایل چلېنجرز بنګلور لوبډلې، لوبډل مشر ( کپټان ) ویرات کوهلي وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .   د رایل چلېنجرز بنګلور کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپل یوه لوبغاړي په سوځېدو 235 منډې جوړې کړې، چې سیالې لوبډلې ته یې د 236 منډو هدف ورکړ .   د مومبیي انډینز کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 7 لوبغاړو په سوځېدو 196 منډې جوړې کړې، چې د ټاکلي هدف په پوره کولو کې پاتې راغله، چې د 9 وېکټو او 39 منډو په توپیر یې له رایل چلېنجرز بنګلور لوبډلې څخه ستره ماتې وخوړه .   د رایل چلېنجرز بنګلور لوبډلې له لوري اې بي ډیوېلرز ډېره ښکلې، په زړه پورې او برید کوونکې توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په 59 توپونو 133 نا سوځېدلې منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې 19څلوریزې، 4 شپږیزې شاملې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو . د رایل چلېنجرز بنګلور او مومبیي انډینز د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی : د رایل چلېنجرز بنګلور د توپ وهنې برخه : 1 ـــ کریس ګېل په 12 توپونو 13 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو . 2 ـــ ویرات کوهلي په 50 توپونو 82 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 6 څلوریزې او 4 شپږیزې یې ترسره کړې . 3 اې بي ډیوېلرز په 59 توپونو 133 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 19 څلوریزې او 4 شپږیزې یې ترسره کړې . د رایل چلېنجرز بنګلور د توپ اچونې برخه : 1 ـــ میچیل سټارک 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 41 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 2 ـــ سرینات اراویند 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 29 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 3 ـــ ډېوېډ ویسي 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 38 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . 4 ـــ هرشال پټېل 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 36 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول . 5 ـــ یوزویندرا چاحل 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 51 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول . د مومبیي انډینز د توپ وهنې برخه : 1 ـــ پارتیو پټېل په 11 توپونو 19 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او په منډه کې وسوځېده . 2 ـــ لېندل سیمونز په 53 توپونو 68 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 5 څلوریزې او 3 شپږیزې یې ترسره کړې . 3 ـــ روهیت شرما په 13 توپونو 15 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو . 4 ـــ کیرون پولارد په 24 توپونو 49 منډې جوړې کړې، 6 څلوریزې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو . 5 ـــ هاردیک پانډې په 4 توپونو 8 منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او سټمپ اوټ شو . 6 ـــ امبټي رایډو په 4 توپونو 14 منډې جوړې کړې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو . 7 ـــ هربجن سېنګ په 3 توپونو 3 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو . 8 ـــ ججا دیشا سچېت په 4 توپونو 4 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو . 9 ـــ میچیل میکلیناګن په 4 توپونو 12 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې . د مومبي انډینز د توپ اچونې برخه : 1 ـــ مچیل میکلیناګن 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 40 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . 2 ـــ لسېت ملینګا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 27 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 3 ـــ جسپرېټ بومرا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 52 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . 4 ـــ ججا دیشا سچېت 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 35 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . 5 ـــ هربجن سېنګ 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 30 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . 6 ـــ هاردیک پانډې 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 51 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .