ډهلي ډارېډیوېلز له سنرایزرز حیدر آباد څخه ماتې وخوړه / د آی پي ال دري څلوېښتمه سیالۍ

     د شنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د غویي (ثور) نولسمه، چې د 2015 زېږدیز کال د مې له نهمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ ( آی پي ال ) دري څلوېښتمه کرکېټ سیالۍ د سنرایزرز حیدر آباد او ډهلي ډارېډیوېلز لوبډلو ترمنځ د هندوستان د ریپور په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .   د لوبې پچه د سنرایزرز حیدر آباد لوبډلې لوبډل مشر ( کپټان ) ډېوېډ وارنر وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .   د سنرایزرز حیدر آباد کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 4 لوبغاړو په سوځېدو 163 منډې جوړې کړې، چې سیالې لوبډلې ته یې د 164 منډو هدف ورکړ.   د ډهلي ډارېډیوېلز کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 4 لوبغاړو په سوځېدو 157 منډې جوړې کړې، چې د ټاکلي هدف په پوره کولو کې پاتې راغله، چې د 6 وېکټو او 6 توپونو په توپیر یې له سنرایزرز حیدر آباد لوبډلې څخه ماتې وخوړه .   د سنرایزرز حیدر آباد لوبډلې له لوري مایسېز هېنریکیوس ډېره ښکلې، په زړه پورې او برید کوونکې توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په 46 توپونو 74 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې یوه څلوریزه او 5 شپږیزې شاملې وې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو . د سنرایزرز حیدر آباد او ډهلي ډارېډیوېلز د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی : د سنرایزرز حیدر آباد د توپ وهنې برخه : 1 ـــ شیکر دوان په 10 توپونو 13 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو . 2 ـــ ډېوېډ وارنر په 15 توپونو 17 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو . 3 ـــ مایسېز هېنریکیوس په 46 توپونو 74 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، 5 شپږیزې یې ترسره کړې . 4 ـــ این مورګن په 25 توپونو 22 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو . 5 ـــ کرن شرما په 13 توپونو 16 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو . 6 ـــ روي بوپارا په 11 توپونو 17 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او یوه څلوریزه یې ترسره کړه . د سنرایزرز حیدر آباد د توپ اچونې برخه : 1 ـــ بونېشور کومار 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 20 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 2 ـــ ایشانت شرما 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 39 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . 3 ـــ پروېز رسول 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 20 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 4 ـــ پراوین کومار 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 34 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . 5 ـــ مایسېز هېنریکیوس 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 14 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . 6 ـــ کرن شرما 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 12 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول . 7 ـــ روي بوپارا یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 15 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . د ډهلي ډارېډیوېلز د توپ وهنې برخه : 1 ـــ کوینټون ډیکوک په 31 توپونو 50 منډې جوړې کړې، 9 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او سټمپ اوټ شو . 2 ـــ شري یاس ایر په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه . 3 ـــ جین پول ډومیني په 16 توپونو 12 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو . 4 ـــ یوراج سېنګ په 7 توپونو 2 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو . 5 ـــ کیدار جادف په 34 توپونو 63 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 8 څلوریزې او 2 شپږیزې یې ترسره کړې . 6 ـــ سوراب تایواري په 25 توپونو 26 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه . د ډهلي ډارېډیوېلز د توپ اچونې برخه : 1 ـــ جیانت یادوف 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 19 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 2 ـــ زهیر خان 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 33 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 3 ـــ نتان کولټر نیل 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 25 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول . 4 ـــ جین پول ډومیني 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 16 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . 5 ـــ امېت مېشرا 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 34 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . 6 ـــ البي مورکل 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 35 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .