غزل



 په وادۀ کښــې که هـر څو بنګـــــړي ماتــــېږي
ياران بيـــــــا هــــم په وادۀ د يــار ګــــډېـــــږي

که په کونج د شوخو سترګو کښې هم ست کړي
خــو رقيـــب مــې بيا په هــر څه ښـــه پوهېږي

نازک زړۀ بــه زۀ تــر څــو ترېنــه پـټ ســاتــم
چـــې ئــې غشـــي د بــاڼــو هســـې ورېــــــږي

شــنه خــالونه د سپـــين مــخ ئــې نــظــر نشــي
يــار مــــې ځــکه د نــظــر تــر شــا پــټــېـــږي

ســـحر باد مـــې رقــيب نه دی ،نو بــيا څـه دی
چــې مــې زلـــفې د جــانان ،ســره لــــوبېـــږي

لـــېونـو ئــې ورته بـــيا زړونـــه هـــوار کـــړل
د لـــيلا د بـنـــګړو شــرنــګ دی، را رسېـــږي

دلالان دې نــن لـه دې ځــايـــــه،رخــصـت وي
دې بــازار کـــښې نــن د زړونو ســـودا کــېږي

شـــي روانــه خــو،بيــا بـــېرته ،بـــېرته ګـوري
ښــائـي زړۀ ئــــې د مـــــين په زړۀ،ســوزېـږي
 
 
\"\"

پيښور                                     ١٦/٧/٢٠٠٩