په زلفــو کـښــې مې ونغـاړه راګــوره لـکه شــپه
له سپــينو سـتورو ډکه شه سمسـوره لکه شــپه
آرامه مــې په ســترګــو غــوړېدلــه لکــه خــوب
په خواه کښې راته ناسته وه بې شوره لکه شپه
حيا يې پښـتنه ده په حيجاب کــښې ده نغښــتلې
خـاونده ته يـې مه کاندې سـرتـوره لکــه شــپه
رانجه د لـيونۍ مينــې يې څکلــي وؤ نشــه وه
په غيږ کښې وه بې واکه را نسکوره لکه شـپه
د ستورو په چشمو کښې نظـر واچـوه تـر لرې
په شپې پسـې کاروانه غلــي ګـوره لکـه شــپه
وروستي