
ژباړه / اجمل درمان
لندن: د شونډو د رنګ (لبسیرین) څخه پرته د میرمنو سینګار نيمګړی ښکاري او د لبسيرين په رنګ ټاکلو کې هم ډير وخت ضایع کوي خو اوس د لبسيرين د رنګ ټاکلو مساله حل شوه ځکه؛ داسې لبسیرين جوړ شوی چې ستاسې د رنګ او فزيکي څرنګوالي سره خپل رنګ برابروي.
د برطانوي سینګار توکو کمپنۍ لخوا دغې تیار شوي لبسيرين ته ’’فراګ پرینس‘‘ نوم ورکړل شویدی. دغه لبسيرين په اصل کې شين زمرُدي رنګ لري او پر شونډو پورې کولو څخه څو شېبې وروسته ستاسې د رنګ مطابق خپل رنګ اړوي چې د همدغې ځانګړتیا پر اساس ورته د لمرګلي نوم هم ورکړل شویدی. دا لبسيرين ۲۲ برتانوي پونډه قيمت لري چې معادل یې ۱۸۶۲ افغانۍ کېږي.
یادې کمپنۍ ادعا کړې چې دا په ټوله نړۍ کې لومړنی عصري لبسيرين دی چې د میرمنو د پي ايچ کچې، د رنګ روښانتیا او رطوبت په څیړلو سره پر شونډو تیز یا کم رنګه ګلابي رنګ غوره کوي. که څه هم په ترکيب کې یې ويټامین A او کوچ شامل دي خو په دې کې شته ځانګړې کيمياوي ماده دغه لبسيرين له نورو هغو جلا کوي. دغه کيمياوي ماده د رنګ او نورو ځانګړتیاوو پر اساس شونډو ته رنګ ورکوي چې په کې کمزوری سور، ګلابي او نور رنګونه شامل دي.
د یادې کمپنۍ مسولان وايي دغه په زړه پورې لبسيرين د شونډو د وچوالي مخنیوی هم کوي چې د دغو ځانګړتیاوو پر اساس يې په بریتانیا کې ډير مینوال پیدا کړي دي.