
د شنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د غویي ( ثور ) نولسمه، چې د 2015 زېږدیز کال د مې له نهمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ ( آی پي ال ) دوه څلوېښتمه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ د کېنګز اکس ون پنجاب او کولکته نایټ رایډرز لوبډلو ترمنځ د کولکتې په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
د لوبې پچه د کېنګز اکس ون پنجاب لوبډلې لوبډل مشر ( کپټان ) جیورج بیلي وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
د کېنګز اکس ون پنجاب کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 5 لوبغاړو په سوځېدو 183 منډې جوړې کړې، چې سیالې لوبډلې ته یې د 184 منډو هدف ورکړ .
د کولکته نایټ رایډرز لوبډلې د 19.5 اورونو په لوبولو او د خپلو 9 لوبغاړو په سوځېدو ټاکل شوی هدف تر لاسه او د کېنګز اکس ون پنجاب لوبډلې ته یې د یوې وېکټې او یوه توپ په توپیر ماتې ورکړه .
د کولکته نایټ رایډرز لوبډلې له لوري سنیل نارین ډېره ښکلې او په زړه پورې توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 19 منډې یې ورکړې او 4 لوبغاړي یې وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د کېنګز اکس ون پنجاب او کولکته نایټ رایډرز د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د کېنګز اکس ون پنجاب د توپ وهنې برخه :
1 ـــ مورالي ویجی په 21 توپونو 28 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
2 ـــ منان وهرا په 34 توپونو 39 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، 3 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ وریدیمن شاه په 25 توپونو 33 منډې جوړې کړې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
4 ـــ ګلین مکسویل په 22 توپونو 43 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې، 3 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
5 ـــ ډېوېډ مېلر په 11 توپونو 27 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې او 2 شپږیزې یې ترسره کړې .
6 ـــ ګورکیرات سېنګ په 7 توپونو 4 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
د کېنګز اکس ون پنجاب د توپ اچونې برخه :
1 ـــ سندیپ شرما 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 35 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ بیوران هېنډرېکس 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 35 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
3 ـــ انوریت سېنګ 3.5 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 56 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
4 ـــ اکسر پټېل 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 33 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ ګورکیرات سېنګ 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 17 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
6 ـــ ګلین مکسویل یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 5 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
د کولکته نایټ رایډرز د توپ وهنې برخه :
1ـــ روبین اوتاپا په 11 توپونو 17 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
2 ـــ ګواتم ګمبیر په 23 توپونو 24منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ منېش پانډې په 15 توپونو 22 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ سوریا کومار یادوف په 9 توپونو 9منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
5 ـــ یوسف پټان په 19 توپونو 29 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، 3 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
6 ـــ اندري روسل په 21 توپونو 51 منډې جوړې کړې، 5 څلوریزې، 4 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
7 ـــ جان بوتا په 4 توپونو 2 منډې جوړې کړې او په منډه کې وسوځېده .
8 ـــ پیوش چاوله په 11 توپونو 18 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
9 ـــ براډ هوګ په 5 توپونو 5 منډې جوړې کړې او په منډه کې وسوځېده .
د کولکته نایټ رایډرز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ اومېش یادوف 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 36 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ اندري روسل 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 50 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
3 ـــ سونیل نارین 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 19 منډې یې ورکړې او 4 لوبغاړي یې وسوځول .
4 ـــ جان بوتا یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 9 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ براډ هوګ 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 30 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ پیوش چاوله 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 35 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .