مومبیي انډینز چینای سوپر کېنګز ته ماتې ورکړه / د آی پي ال یو څلوېښتمه سیالۍ

 
   د جمعې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د غویي (ثور) اتلسمه، چې د 2015 زېږدیز کال د مې له اتمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ ( آی پي ال ) یو څلوېښتمه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ د مومبیي انډینز او چینای سوپر کېنګز لوبډلو تر منځ د هندوستان د چینای په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
  د لوبې پچه د چینای سوپر کېنګز لوبډلې، لوبډل مشر ( کپټان ) ایم ایس ډوني وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
  د چینای سوپر کېنګز کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 5 لوبغاړو په سوځېدو 158 منډې جوړې کړې، چې سیالې لوبډلې ته یې د 159 منډو هدف ورکړ .
  د مومبیي انډینز کرکېټ لوبډلې د 19.2 اورونو په لوبولو او د خپلو 4 لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف په ډېرې آسانۍ تر لاسه، چې چینای سوپر کېنګز لوبډلې ته یې د 6 وېکټو او 4 توپونو په توپیر ستره ماتې ورکړه او د لوبې بریایې په خپل نامه کړه .
  د مومبیي انډینز لوبډلې له لوري، پارټیو پټېل تر ټولو ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په 32 توپونو 45 منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې 6 څلوریزې شاملې وې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د چینای سوپر کېنګز او مومبیي انډینز د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د چینای سوپر کېنګز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ ډیوانې سمېت په 34 توپونو 27 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
2 ـــ برېنډان میکالم په 11 توپونو 23 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
3 ـــ سورېش رینا په 10 توپونو 10 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
4 ـــ فاف ډوپلیسېز په 16 توپونو 17 منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
5 ـــ ایم ایس ډوني په 32 توپونو 39 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې او 2 شپږیزې یې ترسره کړې .
6 ـــ پوان نېګي په 17 توپونو 36 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او په منډه کې وسوځېده .
د چینای سوپر کېنګز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ اشوین 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 17 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ موهیت شرما 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 19 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
3 ـــ اشیش نېهرا 3اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 45 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
4 ـــ رویندرا جدېجا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 27 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ پوان نېګي 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 34 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ ډیوانې براو 2.2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 16 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
د مومبیي انډینز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ لېندل سیمونز په 31 توپونو 38 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
2 ـــ پارټیو پټېل په 32 توپونو 45 منډې جوړې کړې، 6 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ روهیت شرما په 22 توپونو 18 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ کیرون پولارډ په 4 توپونو، یوه منډه جوړه کړه او په منډه کې وسوځېده .
5 ـــ امبټي رایډو په 19 توپونو 34 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه او 3 شپږیزې یې ترسره کړې .
6 ـــ هاردیک پانډې په 8 توپونو 21 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 3 شپږیزې یې ترسره کړې .
د مومبیي انډینز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ میچیل میکلیناګن 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 34 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
2 ـــ مرچانت ډي لنګي 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 30 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
3 ـــ ججا دیشا سچېت 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 21 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ وینې کومار 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 33 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ هربجن سېنګ 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 36 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
6 ـــ هاردیک پانډې یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 4 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .