
اتل ځواک
افغانستان ته د پاكستان د پوځي استخباراتو د ادارې (آى اس آى) د مشر رضوان اختر د سفر پر مهال چې د پاكستان د پخواني ولسمشر آصف زرداري له سفر څخه دوې ورځې مخكې راغلى و او د ارګ په (كوټي باغچه) كې ميلمه و، د آى اس آى او ملي امنيت رياست ترمنځ د (امنيتي تفاهم) سند لاسليك شوى دى.
په دې سند كې لاندې مهم ټكي شامل دي:
آى اس آى به زموږ د ملي امنيت كار كوونكو ته مسلكي روزونه وركوي.
دواړه لوري به د يو بل له بنديانو څخه تحقيقات كوي.
د بيلتون پالو ډلو او دښمن پر وړاندې به دواړه لوري ګډه مبارزه كوي.
د ولسمشر غني دغه ډول خپلسري کارونه ګڼې پوښتنې رامنځته کوي. ښاغلی غني د ملت د استازو او د هېواد له مخورو سره په دې ډول موضوعاتو کې هېڅ ډول سلا نه کوي، حتی د ملي امنیت لوی رییس چې په هر ډول استخباراتي کړنو خبر دی او په وروستیو ۵ کلونو کې د سیمې په کچه په استخباراتي پېښو کې یو پیاوړی لوبغاړی پاتې شوی، د هغې خبرو ته هم غوږ نه نیسی. ولسمشر په دې ډول موضوعاتو کې یوازې د یوه تن (حنیف اتمر) هر ډول سلاوو ته غوږ ږدي او ټولې ورسره مني. که د اتمر ژوندلیک ته لږ وګورو، هغه د نړۍ د ټولو استخباراتي کړیو په غیږ کې رالوی شوی شخص دی. حنیف اتمر د کمونیستانو په وخت کې د KGB لوړپوړی چارواکی پاتې شوی، ورپسې یې د انګلستان څارګرې ادارې ته لار پیدا کړې او له ۱۹۹۸ کال راوروسته یې د CIA ماموریت پیل کړی، چې همدغې څارګرو ادارو په پخوانۍ کابینه کې تر وزارته او په اوسني دولت کې تر ارګه رسولی. نو تاسو فکر وکړئ چې یاد شخص به څه ډول د افغانستان په ګټه او د بهرنیو څارګرو کړیو پر ضد عمل وکړي. بهرنیو کړیو ته د اتمر د ژمنتوب ښه بېلګه د نوي حکومت پر دویمه ورځ له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیکول دي. ولسمشر غني په دې ډول خپلسریو افغانستان له لوی بهران سره مخ کړی. ولسمشر یوازې د امریکا او پاکستان د خوشالۍ لپاره هم افغان مخور له ځانه لرې کړي او هم یې د افغانستان ټولې ملي ګټې تر پښو لاندې کړې.
ولسمشر دې په دې ډول کړنو کې لاندې پوښتنو ته ځوابونه ووایي:
کله چې ته د افغانستان د څارګرې ادارې غړي د پاکستان په آی اس آی روزې، ولې طالبان په ملي امنیت کې نه ګومارې؟؟؟ ځکه دوی مخکې له مخکې روزل شوي، د وخت ضایع او دې بېځایه احسان بارولو ته هېڅ اړتیا نشته. دویمه دا چې ته له پاکستان سره دومره له اخلاص او صداقت څخه ډکه دوستي کوې، هندوستان ته دې وروستی سفر د څه لپاره؟؟؟ هند ته د ولسمشر وروستي سفر د افغانانو لپاره ډېرې نوې هیلې پیدا کړې وې. هندوستان هم په خپلو ژمنو کې رښتینی ښکارېدو. خپله ولسمشر هم خورا هیله من و. خو له پاکستان سره د دا ډول اړیکو په درلودلو سره هېڅکله هم له هندوستان څخه د ښې دوستۍ تمه مه لره او ښایي په کندو کې مو هم ګزار کړي. بل دا چې له بهرنیو هېوادو سره په اړیکو کې یوازې ستا خوښه اړینه ده، که د ټول ملت؟؟ سمه ده چې ولسمشر یې، خو له اساسي قانون سره سم ځانګړي واکونه لرې، هر څه په خپل انحصار کې مه نیسه.
لنډه دا چې ولسمشر په دې ډول نوښتونو د افغانستان راتلونکی له خطر سره مخ کړی. په کلکه غوښتنه ترې کوم چې په خپلو ټولو پریکړو او کارکړنو له سره غور وکړي، هسې نه چې په راتلونکې کې خپله پېښمانه شي. بل دا چې ټولې پرېکړې پخپله مه کوه، د مخکني حکومت له پیاوړو سیاستوالو ګټه واخله او په ګډه د افغانستان د پرمختګ او سوکالۍ په برخه کې ګامونه واخلئ.