ډهلي ډارېډیوېلز له کولکته نایټ رایډرز څخه ماتې وخوړه/ د آی پي ال څلوېښتمه سیالۍ

 

 
   د پنجشنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د غویي (ثور) اولسمه، چې د 2015 زېږدیز کال د مې له اومې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ ( آی پي ال ) څلوېښتمه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ د ډهلي ډارېډیوېلز او کولکته نایټ رایډرز لوبډلو ترمنځ د هندوستان د کولکتې په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
  د لوبې پچه د کولکته نایټ رایډرز لوبډلې، لوبډل مشر ( کپټان ) ګواتم ګمبیر وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
  د کولکته نایټ رایډرز کرکېټ لوبډلې د 20اورونو په لوبولو او د خپلو 7 لوبغاړو په سوځېدو 171 منډې جوړې کړې، چې مقابلې لوبډلې ته یې د 172 منډو هدف ورکړ .
  د ډهلي ډارېډیوېلز کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 6 لوبغاړو په سوځېدو 158 منډې جوړې کړې، چې د ټاکل شوي هدف په تر لاسه کولو کې پاتې راغله، چې د 3 وېکټو او 23 منډو په توپیر یې له کولکته نایټ رایډرز لوبډلې څخه ماتې وخوړه .
د کولکته نایټ رایډرز لوبډلې له لوري پیوش چاوله ډېره ښکلې او په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 32 منډې یې ورکړې او 4 لوبغاړي یې وسوځول، د خپلې غوره توپ اچونې له کبله یې د لوبې د غوره لوبغاړي نوم هم وګاټه .
د کولکته نایټ رایډرز او ډهلي ډارېډیوېلز د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د کولکټه نایټ رایډرز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ روبین اوتاپا په 31 توپونو 32 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او ال بي ډبلیو اوټ شو .
2 ـــ ګواتم ګمبیر په 10 توپونو 12 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ منېش پانډې په 19 توپونو 22 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
4 ـــ پیوش چاوله په 19 توپونو 22 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
5 ـــ یوسف پټان په 24 توپونو 42 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، 3 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
6 ـــ اندري روسل په 5 توپونو 5 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
7 ـــ سوریا کومار جادف په 7 توپونو 7ناسوځېدلې منډې جوړې کړې .
8 ـــ جان بوتا په 5 توپونو 17 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې یې ترسره کړې او په منډه کې اوټ شو .
د کولکته نایټ رایډرز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ اومېش یادوف 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 29 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ اندري روسل 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 24 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
3 ـــ سونیل نارین 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 30 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
4 ـــ پیوش چاوله 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 32 منډې یې ورکړې او 4 لوبغاړي یې وسوځول .
5ـــ براډ هوګ 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 27 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
6 ـــ جان بوتا یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 14 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د ډهلي ډارېډیوېلز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ منوج تایواري په 28 توپونو 25 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
2 ـــ شري یاس ایر په 35 توپونو 40 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
3 ـــ جین پول ډومیني په 16 توپونو 25 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
4 ـــ کیدار جادف په 6 توپونو 10 منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
5 ـــ یوراج سېنګ په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
6ـــ انجیلو مټویز په 15 توپونو 22 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
7 ـــ سوراب تایواري په 15 توپونو 24 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه.
8 ـــ البي مورکل په 2 توپونو 5 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه.
د ډهلي ډارېډیوېلز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ زهیر خان 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 34 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
2 ـــ البي مورکل 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 25 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
3 ـــ جین پول ډومیني یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 16 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
4 ـــ امېت مېشرا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 20 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ عمران طاهر 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 46 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
6 ـــ انجیلو مټویز 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 13 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
7 ـــ یوراج سېنګ 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 14 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .