سنرایزرز حیدر آباد راجستان رایلز ته ماتې ورکړه / د آی پي ال نهه دېرشمه سیالۍ

 
   د پنجشنې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د غویي (ثور) اولسمه، چې د 2015  زېږدیز کال د مې له اومې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ ( آی پي ال ) نهه دېرشمه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ د سنرایزرز حیدر آباد او راجستان رایلز لوبډلو ترمنځ د هندوستان د مومبیي په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
  د لوبې پچه د سنرایزرز حیدر آباد لوبډلې، لوبډل مشر ( کپټان ) ډېوېد وارنر وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
  د سنرایزرز حیدر آباد کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 4 لوبغاړو په سوځېدو 201 منډې جوړې کړې، چې سیالې لوبډلې ته یې د 202 منډو هدف ورکړ .
  د راجستان رایلز کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 7 لوبغاړو په سوځېدو 194 منډې جوړې کړې، چې د ټاکلي هدف په تر لاسه کولو کې پاتې راغله، چې د 6 وېکټو او 7 منډو په توپیر یې له سنرایزرز حیدر آباد لوبډلې څخه ماتې وخوړه.
  د سنرایزرز حیدر آباد لوبډلې له لوري این مورګن ډېره ښکلې، په زړه پورې او برید کوونکې لوبه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په 28 توپونو 63 منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې 4 څلوریزې او 5 شپږیزې شاملې وې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د سنرایزرز حیدر آباد او راجستان رایلز د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د سنرایزرز حیدر آباد د توپ وهنې برخه :
1 ـــ شیکر دوان په 35 توپونو 54 منډې جوړې کړې، 6 څلوریزې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
2 ـــ ډېوېډ وارنر په 18 توپونو 24 منډې جوړې کړې، 5 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ مایسېز هېنریکیوس په 21 توپونو 20 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ این مورګن په 28 توپونو 63منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې، 5 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
5 ـــ روي بوپارا په 12 توپونو 17 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې .
6 ـــ نامن اوجا په 6 توپونو 8 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه.
د سنرایزرز حیدر آباد د توپ اچونې برخه :
1 ـــ بونېشور کومار 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 44 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ پراوین کومار 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 40 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
3 ـــ اېشانت شرما 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 25 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ کرن شرما 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 28 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ مایسېز هېنریکیوس 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 29 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
6 ـــ روي بوپارا 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 22 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
د راجستان رایلز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ اجېنکا رېحاني په 6 توپونو 8 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
2 ـــ شېن واټسن په 12 توپونو 12 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ سټیفن سمېت په 40 توپونو 68 منډې جوړې کړې، 9 څلوریزې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
4 ـــ کارون نیر په 10 توپونو 4 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
5 ـــ ډیپک هودا په 9 توپونو 7 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
6 ـــ جېمز فولکنر په 19 توپونو 30 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
7 ـــ سنجو سامسن په 10 توپونو 21 منډې جوړې کړې، 3 شپږیزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
8 ـــ سټوارټ بیني په 3 توپونو 3 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
9 ـــ چرېس موریس په 11 توپونو 34 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې او 3 شپږیزې یې ترسره کړې .
د راجستان رایلز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ ډیپک هودا 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 34 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ چرېس موریس 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 38 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
3 ـــ داول کولکارني 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 19 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
4 ـــ شېن واټسن 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 36 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
5 ـــ جېمز فولکنر 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 37 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
6 ـــ پراوین ټمبي 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 32 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .