په نړۍ کې ډير خوښ شوی رنګ

 
ژباړه / اجمل درمان
لندن: ستاسې د خوښې رنګ کوم دی؟ دا هغه پوښتنه ده چې په کوچنيوالي کې په عام ډول د هر کوچني څخه پوښتل کیږي خو په حقیقت کې همدا رنګ دی چې زمونږ د فرهنګ، کړنو او مفکورې ښودنه کوي. ممکن دا خبره ډیره جالبه وي چې په نړۍ کې د انسانانو تر منځ د فرهنګي او مفکوروي توپیر سره سره بیا هم د نړۍ تر ټولو ډير خوښ شوی رنګ آبي رنګ دی.
د نړیوال بازار څيړنیز شرکت ’’یوگوو‘‘ د نړۍ د څلورو لویو وچو په بیلابیلو هیوادونو کې د ترسره کړې سروې پر اساس ویلي چې دیادو هیوادونو د ډيری خلکو د خوښې رنګ آبي دی. په یاده سروې کې ویل شوي چې په ځينو هیوادونو کې د هغوي د مذهبونو پر اساس سور او شین رنګ ته ځانګړی اهمیت ورکړ شوی دی چې د تر ټولو ډير خوښ شوي رنګونو په قطار کې په ترتیب سره دویم او دریم ځای لري. له دې نه علاوه ارغواني، ګلابي، تور او سپین رنګونه هم د خلکو د خوښې په رنګونو کې راغلي دي.