رایل چلېنجرز بنګلور کېنګز اکس ون پنجاب ته ماتې ورکړه / د آی پي ال اته دېرشمه سیالۍ

 
  د چهار شنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د غویي (ثور) شپاړسمه، چې د 2015 زېږدیز کال د مې له شپږمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ ( آی پي ال ) اته دېرشمه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ د رایل چلېنجرز بنګلور او کېنګز اکس ون پنجاب لوبډلو ترمنځ د هندوستان د بنګلور په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
  د لوبې پچه د رایل چلېنجرز بنګلور لوبډلې لوبډل مشر ( کپټان ) ویرات کوهلي وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
  د رایل چلېنجرز بنګلور کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 3 لوبغاړو په سوځېدو 226 منډې جوړې کړې، چې سیالې لوبډلې ته یې د 227 منډو هدف ورکړ .
  د کېنګز اکس ون پنجاب لوبډلې د 13.4 اورونو په لوبولو او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو 88 منډې جوړې کړې، چې د ټاکل شوي هدف په تر لاسه کولو کې پاتې راغله، چې د 7 وېکټو، 138 منډو او 44 توپونو په توپیر یې له رایل چلېنجرز بنګلور څخه ستره ماتې وخوړه .
  د رایل چلېنجرز بنګلور لوبډلې له لوري کریس ګېل ډېره ښکلې، په زړه پورې او برید کوونکې توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په 57 توپونو 117 منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې 7 څلوریزې، 12 شپږیزې شاملې وې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د رایل چلېنجرز بنګلور او کېنګز اکس ون پنجاب د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د رایل چلېنجرز بنګلور د توپ وهنې برخه :
1 ـــ کریس ګېل په 57 توپونو 117 منډې جوړې کړې، 7 څلوریزې، 12 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
2 ـــ ویرات کوهلي په 30 توپونو 32 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
3 ـــ اې بي ډیوېلرز په 24 توپونو 47 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې او 4 شپږیزې یې ترسره کړې .
4 ـــ دینېش کارتیک په 3 توپونو 8 منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
5 ـــ سر فراز خان په 7 توپونو 11 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه .
د رایل چلېنجرز بنګلور د توپ اچونې برخه :
1 ـــ میچیل سټارک 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 15 منډې یې ورکړې او 4 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ سرینات ارویند 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 27 منډې یې ورکړې او 4 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ هر شال پټېل 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 13 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ یوزویندرا چاحل 2.4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 24 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ ډېوېډ ویسي یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 4 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د کېنګز اکس ون پنجاب د توپ وهنې برخه :
1 ـــ مورالي ویجی په 6 توپونو 2 منډې جوړې کړې او بولډ اوټ شو .
2 ـــ منان وهرا په 3 توپونو 2 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ وریدیمن شاه په 11 توپونو 13 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
4 ـــ ګلین مکسویل په 5 توپونو، یوه منډه جوړه کړه او بولډ اوټ شو .
5 ـــ ډېوېډ مېلر په 10 توپونو 7 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
6 ـــ جیورج بیلي په 4 توپونو 2 منډې جوړې کړې او بولډ اوټ شو .
7 ـــ اکسر پټېل په 21 توپونو 40 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 5 څلوریزې او 2 شپږیزې یې ترسره کړې .
8 ـــ مچیل جانسن په 4توپونو، یوه منډه جوړه کړه او بولډ اوټ شو .
9 ـــ انوریت سېنګ په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
10 ـــ کرنویر سېنګ په 7 توپونو 4 منډې جوړې کړې او بولډ اوټ شو .
11 ـــ سندیپ شرما په 9 توپونو 7 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
د کېنګز اکس ون پنجاب د توپ اچونې برخه :
1 ـــ سندیپ شرما 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 41 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ میچیل جانسن 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 43 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
3 ـــ انوریت سېنګ 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 25 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
4 ـــ ګلین مکسویل 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 23 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ اکسر پټېل 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 50 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
6 ـــ کرنویر سېنګ 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 41 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .