اوس به تاته دارو څوک راوړي؟

لنډه کيسه : 
 رفيع الله (( روشــــــــــــــن  ))
Roshan.rafi@yahoo.com
مازديګر دفتر نه له روخصتېدو وروسته دکور په لور روان شوم زمونږ کلی له ښارڅخه ښايسته لېرې دی، له موټر څخه کوز شوم اودکور په لور رهي شوم کوڅې ته په رسېدو سره سم ګورم چې دخدای (ج) بښلي سرور اکا لور زېبا په چيغو اوکړيکود کور له دروازې  څخه کوڅې ته راپرېوته اوپه سپېروخاوروکې يې ځان له  ډاګه ډاګه واهه  له کور څخه هم دساندو اوژړاګانو اوازونه اورېدل کېدل، حيران شوم له ځان سره مې وويل خدای دې خير کړي دسروراکا ښځه ببو لاله  ترور خوبه نه وي مړه شوي ځکه چې هغه په دې ورځو کې ډېره سخته ناروغه وه ،زېبا مې له لاسه راونيوله اوله خاورونه مې پورته کړه ترې ومې پوښتل څه  چل شويدی ، خوزېباته سلګيو وار ورنکړ چې زماد پوښتنې ځواب راکړي ؛په دې وخت کې دکورله انګړ نه دحميد دمور اواز چې له ژړاسره بدرګه کېده وويل حميده زويه مور دې درنه ځارشه کاشکې چې ستا پر ځای زه بدنصيبه خدای اخستې  وای ميندې يې زما پشان بورې شه بچيان يې ورته يتيمان شه او ....... نورې خبرې په ژړاکې ورکې شوې زما زړه په درزېداشو ويل مې څه ! !  حميد مړدی ؟  نه داسې نشي کېدای ! نورنوبېواکه شوم دېوال ته تکيه شوم  خدايه حميد خوله چاسره دښمني هم نه لرله  هغه خوکوچنی وو.......په همدې سوچونو کې ډوب ووم چې په کوڅه کې دموټر رڼا راښکاره شوه له رڼاسره سم دامبولانس هارنګ په کوڅه کې لکه دطوفان پشان يوه انګازه وکړه او بېله ځنډه دحميد دوی ددروازې مخې ته ودرېده خلکو کټ راوړ او دامبولانس وروستۍ دروازه خلاصه شوه دوه نفره موټر ته وروختل ، ګورم چې حميد خوارکی په سرو وينو کې لژندپروت دی له لاس اوپښونه مې دمه وخته  په ډېر مشکل سره مې له نورونفروسره جنازه له موټر څخه راکوزه کړه دکټ د اچولو په وخت کې زما لاس دحميد په ملا کې داسې ننوت لکه په يو ه کڅوړه کې چې لاس ورښکته کړې داهغه ځای ووچې پرچه پرې لګېدلې وه جنا زه مو کورته ننوېسته کټ په ښځو کې ورک شو، زېبا څووارې بې سده شوه خوښځو به پرې اوبه واچولې زېبا دخپلې مور په غاړه کې لاس ورواچاوه اوپه چيغو کې يې ورته وويل(( مورجانې اوس به تاته داروڅوک راوړي)) دکلي ځوانان تللي ول هديرې ته اوقبر تيارشوی وه جنازه موشپې ترشپې خاوروته وسپارله .
حميد اوزيبادواړه  هغه بد نصيبه خور او ورور ول چې دوه کاله وړاندې يې پلار سروراکا دسرطان دناروغۍ له امله وفات شوی و، اودوی يې دتل لپاره له مېنې بې برخې شوي وو دحميددپلار له مرګ نه  وروسته  دمور اوخور ساتنه دحميد په غاړه شوه نوموړی  په دې وخت کې دلسو کلونوو او دښوونځۍ په دوهم ټولګي کې يې زده کړې کولې حميد ډېر ذهين ؛هوښيار اودښواخلاقو څښتن و دښوونځي تر څنګ يې ديني زده کړې هم کولې مګر دپلار له وفات سره سم دې هرڅه ته دپای ټکې کېښودل شو، حميد به سهار له کوره وته اوپه بازار کې به يې دکراچۍ پرسر بسکېټ ؛ ژاولې ؛ اورلګيد اونور شيان پلورل چې په دې تر تيب يې ځانته نفقه برابروله  .
په دې ورځ چې حميد غوښتل  مازديګر کورته راشي  چې په دې وخت کې په سرک خارجيان تېرېدل چې حميددوی ته نژدې پر انتحاري حمله وشوه اوزيات شمېر ملکي وګړي پکې شهيدان اوټپيان شول حميد هم په ټپيانو کې وه شهيدان اوزخميان شفاخانوته ورسول شول چې وروسته حميد په روغتون کې ساورکړه .
اوس نو زېبا سهار له کوره وځي سوال کوي او مور يې په کلي کې دخلکو لوښي او جامې وينځي  ،اوپه دې طريقې سره خپلوځانونوته نفقه برابروي .