
د سه شنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د غویي (ثور) پنځلسمه، چې د 2015 زېږدیز کال د مې له پنځمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ ( آی پي ال ) اوه دېرشمه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ د مومبیي انډینز او ډهلي ډارېډیوېلز لوبډلو تر منځ د مومبیي په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
د لوبې پچه د د ډهلي ډارېډیوېلز لوبډلې، لوبډل مشر ( کپټان ) وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
د ډهلي ډارېډیوېلز کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 6 لوبغاړو په سوځېدو 152 منډې جوړې کړې، چې سیالې لوبډلې ته یې د 153 منډو هدف ورکړ .
د مومبیي انډینز کرکېټ لوبډلې د 19.3 اورونو په لوبولو او د خپلو 5 لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف په ډېر آسانۍ تر لاسه، چې د ډهلي ډارېډیوېلز لوبډلې ته یې د 5 وېکټو او 3 توپونو په توپیر ماتې ورکړه او د لوبې بریا یې په خپل نامه کړه .
د مومبیي انډینز لوبډلې له لوري هر بجن سېنګ ډېره ښکلې او په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، چې نوموړي 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 11 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د ډهلي ډارېډیوېلز او مومبیي انډینز د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی:
د ډهلي ډارېډیوېلز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ میانک اګروال په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
2 ـــ شري یاس ایر په 18 توپونو 19 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ جین پول ډومیني په 19 توپونو 28 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ کیدار جادف په 15 توپونو 16 منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او سټمپ اوټ شو .
5 ـــ یوراج سېنګ په 44 توپونو 57 منډې جوړې کړې، 7 څلوریزې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
6 ـــ انجیلو مټویز په 10 توپونو 12 منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
7 ـــ منوج تایواري په 11 توپونو 13 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې .
8 ـــ نتان کولټر نیل په 2 توپونو 3 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
د ډهلي ډارېډیوېلز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ زهیر خان 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 32 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
2 ـــ نتان کولټر نیل 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 30 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ انجیلو مټویز 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه،33 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ یوراج سېنګ یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 5 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ امېت مېشرا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 25 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
6 ـــ عمران طاهر 2.3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 27 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د مومبيي انډینز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ لېندل سیمونز په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
2 ـــ پارتیو پټېل په 13 توپونو 13 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
3 ـــ هاردیک پانډیا په 8 توپونو 5 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
4 ـــ روهیت شرما په 37 توپونو 46 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې، 3 شپږیزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
5ـــ هر بجن سېنګ په 4 توپونو 5 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
6 ـــ امبټي رایډو په 40 توپونو 49 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې،4 څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
7 ـــ کیرون پولارډ په 14توپونو 26 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 3 شپږیزې یې ترسره کړې .
د مومبیي انډینز د توپ اچونې برخه :
1ـــ لسېت ملینګا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 33 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ میچیل میکلیناګم 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 37 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
3 ـــ وینې کومار 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 31 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
4 ـــ هربجن سېنګ 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 11 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
5 ـــ ججادیشا سچېت 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 23 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
6 ـــ هاردیک پانډیا 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 13 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .