غلی کندهاری او ښاغلی کرزی

غ حضرت.  سویدن

د بین المللی او ملی عرف او قوانینو له مخی د یوې جامعې او ټولنی فعلی او پخوانی سیاسی  مشران دا حق لری چې د دولتی بودجې د تمویل په اساس د ځان او کورنۍ د امنیت لپاره له وضع شوو او تصویب شوو قوانینو څخه پوره استفاده وکړی او په هرو شرائطو کی د ځان او کورنۍ د ساتلو ادعا پر ؤلس او ملت باندی ولری. خو دا قوانین خپل ځان ته مشخصات او ځانګړتیاوی او ووایو مشخص تعریف لری.
زما د یو دوست د وینا او مشاهدې په اساس د کندهار په ښار کی د پخوانی مشر ښاغلی کرزی موجودیت او لنډ مهال او یا اوږد مهال اِقامت ، په نوموړی ښار کی د ښاغلی کرزی د امنیت د تأمین په خاطر امنیتی اقدامات،  د یو لړ جدی مشکلاتو او ستونزو د ایجاد سبب شویدی.  دا د ښاغلی کرزی او یا کوم بل هر سیاسی لوړ رتبه دولتی مشر حق دی چې د کامل امنیت څخه برخمن او بر خوردار وی خو نه د عامه ستونزو او مشکلاتو د تولید په بیه . البته هیڅوک د ښاغلی کرزی او یا دهغه د سکونت او هستوګنی د محل د انتخاب مخالف نه دی خو داسی فکر کیږی چې ښاغلی کرزی د ځینو لویو بدماشانو د احتمالی خوږوونکی او مجروح کوونکی ګذار څخه د ځان ژغورنی پخاطر د اناګانو او زړو لمنو ته پناه ور وړیده.
زموږ په کوڅګی فرهنګ کی هم دا رسم او رواج ؤ چې تر هغه وخت پوری چې د یو کاکه او غښتلی ځوان بازو او خنجر قوی ؤ،  د محلې او کلی ټول بدماشان به ترې په بېره او ترس کی وه خو کله چې به ئی خنجر پڅ او یا بازو له بنده ووتی نو به لږ غوندی وبیرېدی او ډیر وخت به ئی په چا ځان نه لیدی او که به ډیر بیریدلی ؤ نو د انا سره به په دالانچې او آشپزخانه کی لګیا ؤ او د کمک په نوم به ئی ځان له بدماشانو ګوښه ساتلی ؤ چې البته د ځان ساتنه واجب ده.
خدای پاک شاهد دی چې ما تر نن ورځی پوری د ښاغلی کرزی په وړاندی پټ او ښکاره او قلبی او زبانی سپکاوی او بی احترامی ندی کړی  ( البته د سیاسی او اجتماعی اجراآتو د درناوی او تائید حوصله می هم نده درلودلې)  او لدې وروسته به هم هیڅکله د هغه په وړاندی بی احترامی ونکړم خو ددې درد فریاد باید له خولې را وباسم او یا راوباسو چې ښاغلی کرزی که د بدماشانو د ناځوانمردانه وار څخه بیریږی نو باید هغی اشپزخانی ته پناه یوسی چې مادی او معنوی لګښت او مصرف ئی ډیر جګ او لوړ نه وی او اجازه دی ورکړی چې د کندهار نجیب او مظلوم خلګ د نوموړی د امنیت د ساتلو په بدل کی د خطرناکو عاقبو سره مخامخ نه شی،  البته د حساب او بخشش مسئله سره جلا ده،  شاید د کندهار خلک دومره میړانه ولری چې د ښاغلی کرزی سر د خپلو وینو په ورکړه وساتی خو مشکل پدی کی دی چې د نن ورځی استخباراتی او تکنولوژیک وژونکی پلانونه دومره پیچلی او سپین سترګانه او وحشی دی چې د هر چا  د بخشش او حساب د سرحد تشخیص د مشکل سره مخامخ کوی.
زما حقیر او غمزه ای پیشنهاد ښاغلی کرزی ته دادی چې د آرام او بی تشویش ژوند د ادامې پخاطر دی یو څه وخت د وطن څخه خارج ته مسافر شی چې هم دده د اضطراب او تشویش سطح را ټیټه شی او هم د کندهاری کاکو  پاکه وینه د یوې واهی بهانې پخاطر توی نه شی.
یو بل ډیر زیږ او غلیظ او په عین حال کی شیرین پیشنهاد هم لرم که ښاغلی کرزی غور پر وکړی ګټه به ئی وی ( که نه ګوتی خو بیله هغه راته ګوری)  هغه دا چې:
د ۱۹۱۹ م کال څخه تر ۱۹۷۸ م پوری د افغانستان د ټولو سیاسی رهبرانو شخصیتی او سیاسی تاریخ د مختلفو افکارو لخوا یا په طلا لیکل شویدی یا په نُقره یا په زیړ او مس یا پهګچو یا په ګِل سرشوی یا په شلومبو او  یا هم د ریګو پر سطحه،  ددې مختلفو برداشتونو یوازنی علت دادی چې هغوی پر خپل ځان او پر خپل وطن د منطقې او جهان د قدرتونو سرې سترګی او تېره غاښونه او د هغه مستقیم تأثیر زموږ پر هیواد،  د ډیرو پټو او دردوونکو اسرارو او رمزونو په درک بیا هم دا پټ اسرار له ځان سره قبر ته یووړه،  که چیری دا اسرار په جرأت ملت او تاریخ ته تشریح شوی وای هغوی به نن کاملاً معذور او مبراء او همدارنګه د هر فکر او ذهنیت درلوونکی لخوا به ئی نوم په الماسی زینت لیکل شوی وای بناً ښاغلی کرزی که وغواړی چې نوم ئی قهرمانانه په تاریخ کی ولیکل شی باید هغه پټ رازونه کوم چې دده د څوارلس کلن تقریباً نا مؤفق او سرګردان حکومت د پیشرفت مانع وه،  خلګو ته واضح او تشریح کړی چې دا به د راتلونکی او حتی اوسنی نسل لپاره یوه رڼا وی او ددې رڼا په برکت به خپل دوستان او دښمنان وپیژنی. مننه