
د دوشنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د غویي (ثور) څوارلسمه، چې د 2015 زېږدیز کال د مې له څلورمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ ( آی پي ال ) شپږ دېرشمه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ د سنرایزرز حیدر آباد او کولکته نایټ رایډرز لوبډلو تر منځ د هند د کولکتې په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
د لوبې پچه د کولکته نایټ رایډرز لوبډلې، لوبډل مشر ( کپټان ) ګواتم ګمبیر وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
د کولکته نایټ رایډرز کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 7 لوبغاړو په سوځېدو 167 منډې جوړې کړې، چې سیالې لوبډلې ته یې د 168 منډو هدف ورکړ .
د سنرایزرز حیدر آباد کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 9 لوبغاړو په سوځېدو 132 منډې جوړې کړې، چې د ټاکلي هدف په تر لاسه کولو کې پاتې راغله، چې د 3 وېکټو او 35 منډو په توپیر یې له کولکته نایټ رایډرز لوبډلې څخه ماتې وخوړه .
د کولکته نایټ رایډرز لوبډلې له لوري براډ هوګ ډېره ښکلې او په زړه پورې توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي 4 اورونه توپ اچونه وکړه، 17 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د کولکته نایټ رایډرز او سنرایزرز حیدر آباد د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د کولکته نایټ رایډرز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ روبین اوتاپا په 27 توپونو 30 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
2 ـــ ګواتم ګمبیر په 23 توپونو 30 منډې جوړې کړې، 5 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ منېش پانډې په 26 توپونو 33 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او په منډه کې وسوځېده .
4 ـــ اندري روسل په 3 توپونو، یوه منډه جوړه کړه او کېچ اوټ شو .
5 ـــ ریان تین ډزچتي په 7 توپونو 8 منډې جوړې کړې او ال بي ډبلیو اوټ شو .
6 ـــ یوسف پټان په 19 توپونو 30 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې یې ترسره کړې .
7 ـــ جان بوتا په 6 توپونو 12 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
8 ـــ سوریا کومار یادف په 3 توپونو 6 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
9 ـــ پیوش چاوله په 6 توپونو 9 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه .
د کولکته نایټ رایډرز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ اومېش یادوف 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 34 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ اندري روسل 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 10 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
3 ـــ جان بوتا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 32 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ براډ هوګ 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 17 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
5 ـــ یوسف پټان یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 19 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ پیوش چاوله 4 اورونه توپ اچونه تر سره کړه، 16 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
7 ـــ ریان تین ډزچتي یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 4 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د سنرایزرز حیدر آباد د توپ وهنې برخه :
1 ـــ ډېوېډ وارنر په 3 توپونو 4 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
2 ـــ شیکردوان په 15 توپونو 15 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ نامن اوجا په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
4 ـــ مایسېز هېنریکیوس په 33 توپونو 41 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
5 ـــ این مورګن په 11 توپونو 5 منډې جوړې کړې او په منډه کې وسوځېده .
6 ـــ هنوما ویهاري په 12 توپونو 6 منډې جوړې کړې او سټمپ اوټ شو .
7 ـــ بیپول شرما په 2 توپونو، یوه منډه جوړه کړه او په منډه کې وسوځېده .
8 ـــ کرن شرما په 20 توپونو 32 منډې جوړې کړې، 3 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
9 ـــ پراوین کومار په 16 توپونو 12 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
10 ـــ بونېشور کمار په 4 توپونو 11 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه او یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
11 ـــ ډېل سټېن په 2 توپونو، یوه ناسوځېدلې منډه جوړه کړه .
د سنرایزرز حیدر آباد د توپ اچونې برخه :
1 ـــ بونېشور کومار 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 42 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ ډېل سټېن 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 37 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
3 ـــ پراوین کومار یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 10 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
4 ـــ مایسېز هېنریکیوس 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 20 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ کرن شرما 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 29 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
6 ـــ بیپول شرما 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 23 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .