چینای سوپر کېنګز رایل چلېنجرز بنګلور ته ماتې ورکړه / د آی پي ال پنځه دېرشمه سیالۍ

 
  د دوشنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د غویي (ثور) څوارلسمه، چې د 2015 زېږدیز کال د د مې له څلورمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ ( آی پي ال ) پنځه دېرشمه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ د چینای سوپر کېنګز او راجستان رایلز لوبډلو ترمنځ د هندوستان د بنګلور په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
  د لوبې پچه د چینای سوپر کېنګز لوبډلې، لوبډل مشر ( کپټان ) ایم ایس ډوني وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
  د چینای سوپرکېنګز کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 9 لوبغاړو په سوځېدو 148 منډې جوړې کړې، چې مقابلې لوبډلې ته یې د 149 منډو هدف ورکړ.
 د رایل چلېنجرز بنګلور کرکېټ لوبډلې د 19.4 اورونو په لوبولو او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو 124 منډې جوړې کړې، چې د ټاکلي په تر لاسه کولو کې پاتې راغله او د یوې وېکټې او 24منډو په توپیر یې له چینای سوپر کېنګز لوبډلې څخه ماتې وخوړه .
  د چینای سوپر کېنګز لوبډلې له لوري سورېش رینا ډېره ښکلې او په زړه پورې توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په 46 توپونو 52 منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې 5 څلوریزې، یوه شپږیزه شامله وه او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د چینای سوپر کېنګز او رایل چلېنجرز بنګلور د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د چینای سوپر کېنګز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ ډیوانې سمېت په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
2 برېنډان میکالم په 15 توپونو 20 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ سورېش رینا په 46 توپونو 52 منډې جوړې کړې، 5 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او ال بي ډبلیو اوټ شو .
4 ـــ فاف ډوپلیسېز په 20 توپونو 24 منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
5 ـــ ایم ایس ډوني په 18 توپونو 29 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
6 ـــ رویندرا جدېجا په 4 توپونو 3 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
7 ـــ پوان نېګي په 7 توپونو 13 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
8 ـــ ډیوانې براو په 3 توپونو 2منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
9 ـــ موهیت شرما په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
د چینای سوپر کېنګز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ ایشور پانډې 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 28 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ اشېش نېهرا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 19 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ موهیت شرما 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 29 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ رویندرا جدېجا 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 11 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ پوان نېګي 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 19 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ ډیوانې براو 3.4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 17 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
د رایل چلېنجرز بنګلور د توپ وهنې برخه :
1 ـــ نایس مډینسن په 7 توپونو 4 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
2 ـــ ویرات کوهلي په 44 توپونو 48 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او په منډه کې وسوځېده .
3 ـــ اې بي ډیوېلرز په 14 توپونو 21 منډې جوړې کړې، 5 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ مندیپ سېنګ په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
5 ـــ دینېش کارتیک په 20 توپونو 23 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
6 ـــ سرفراز خان په 8 توپونو 8 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوت شو .
7 ـــ ډېوېډ ویسي په 14 توپونو 17 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
8 ـــ هر شال پټېل په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
9 ـــ میچیل سټارک په 7 توپونو، یوه منډه جوړه کړه او کېچ اوټ شو .
10 ـــ اقبال عبدالله په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
د رایل چلېنجرز بنګلور د توپ اچونې برخه :
1 ـــ میچیل سټارک 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 24 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ یوزویندرا چاحل 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 36 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
3 ـــ ډېوېډ ویسي 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 29 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
4 ـــ هر شال پټېل 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 19 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
5 ـــ اقبال عبدالله 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 34 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ ویرات کوهلي یو اور توپ اچونه تر سره کړه، 6 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .