
د یکشنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د غویي (ثور) دیارلسمه، چې د 2015 زېږدیز کال د مې له درېیمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ ( آی پي ال ) څلور دېرشمه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ د ډهلي ډارېډیوېلز او راجستان رایلز لوبډلو ترمنځ د هندوستان د مومبیي په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه.
د لوبې پچه د راجستان رایلز لوبډلې، لوبډل مشر ( کپټان ) شېن واټسن وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
د راجستان رایلز کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 2 لوبغاړو په سوځېدو 189 منډې جوړې کړې، چې مقابلې لوبډلې ته یې د 190 منډو هدف ورکړ .
د ډهلي ډارېډیوېلز کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 7 لوبغاړو په سوځېدو 175 منډې جوړې کړې، چې د ټاکلي هدف په تر لاسه کولو کې پاتې راغله، چې د 8 وېکټو او 14 منډو په توپیر یې له راجستان رایلز څخه ماتې وخوړه .
د راجستان رایلز لوبډلې له لوري اجېنکا رېحاني ډېره ښکلې، په زړه پورې او برید کوونکې توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په 54 توپونو 91 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې 9 څلوریزې او 3 شپږیزې شاملې وې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د راجستان رایلز او ډهلي ډارېډیوېلز د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی:
د راجستان رایلز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ اجېنکا رېحاني په 54 توپونو 91 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 9 څلوریزې، 3 شپږیزې یې ترسره کړې .
2 ـــ شېن واټسن په 24 توپونو 21 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ کارون نیر په 38 توپونو 61 منډې جوړې کړې، 6 څلوریزې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ جېمز فولکنر په 4 توپونو 8 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه .
د راجستان رایلز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ ټایم صوتي 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 31 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ داول کولکارني 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 43 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ سټوارټ بیني 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 27 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
4 ـــ شېن واټسن 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 25 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ جېمز فولکنر 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 22 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
6 ـــ راجټ بټیا 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 23 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د ډهلي ډارېډیوېلز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ میانک اګروال په 8 توپونو 11 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
2 ـــ شری یاس ایر په 12 توپونو 9 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
3 ـــ جین پول ډومیني په 39 توپونو 56 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، 3 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ یوراج سېنګ په 18 توپونو 22 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
5 ـــ انجیلو مټویز په 17 توپونو 16 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
6 ـــ کیدار جادف په 7 توپونو 11 منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
7 ـــ منوج تایواري په 14 توپونو 28 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه او 2 شپږیزې یې ترسره کړې .
8 ـــ نتان کولټر نیل په 2 توپونو 6 منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
9 ـــ امېت مېشرا په 3 توپونو، یوه ناسوځېدلې منډه جوړه کړه .
د ډهلي ډارېډیوېلز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ زهیر خان 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 31 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ ګوریندرسندو 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 49 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
3 ـــ نتان کولټر نیل 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 38 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ انجیلو مټویز 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 27 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ امېت مېشرا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 41 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .