مومبیي انډینز کېنګز اکس ون پنجاب ته ماتې ورکړه / د آی پي ال دري دېرشمه سیالۍ

 
 د یکشنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د غویي (ثور) دیارلسمه، چې د 2015 زېږدیز کال د مې له درېیمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ ( آی پي ال ) دري دېرشمه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ د مومبیي انډینز او کېنګز اکس ون پنجاب لوبډلو ترمنځ د هندوستان د موهالي په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
  د لوبې پچه د مومبیي انډینز لوبډلې، لوبډل مشر روهیت شرما وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
  د مومبیي انډینز کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 3 لوبغاړو په سوځېدو 172 منډې جوړې کړې، چې سیالې لوبډلې ته یې د 173 منډو هدف ورکړ .
  د کېنګز اکس ون پنجاب کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 7لوبغاړو په سوځېدو 149 منډې جوړې کړې، چې د ټاکلي هدف په تر لاسه کولو کې پاتې راغله، چې د 7وېکټو او 23 منډو په توپیر یې له مومبیي انډینز لوبډلې څخه ماتې وخوړه .
  د مومبیي انډینز لوبډلې له لوري لېندل سیمونز ډېره ښکلې، په زړه پورې او برید کوونکې توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په 56 توپونو 71 منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې 9 څلوریزې، یوه شپږیزه شامله وه او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د مومبیي انډینز او کېنګز اکس ون پنجاب د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د مومبیي انډینز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ لېندل سیمونز په 56 توپونو 71 منډې جوړې کړې، 9 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
2 ـــ پارتیو پټېل په 36 توپونو 59 منډې جوړې کړې، 5 څلوریزې، 3 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ روهیت شرما په 20 توپونو 26 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ کیرون پولارډ په 7 توپونو 7 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
5 ـــ امبټي رایډو په یوه توپ 4 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه.
د مومبیي انډینز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ میچیل میکلیناګم 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 25 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ لسېت ملینګا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 31 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ وینې کمار 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 17 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
4 ـــ ججا دیشا سچېت 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 33 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ هر بجن سېنګ 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 27 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
6 ـــ کیرون پولارډ یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 7 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د کېنګز اکس ون پنجاب د توپ وهنې برخه :
1 ـــ مورالي ویجی په 34 توپونو 39 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
2 ـــ ویریندر سیهواګ په 5 توپونو 2 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ ګلین مکسویل په 9 توپونو 12 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ ډېوېډ مېلر په 37 توپونو 43 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
5 ـــ جیورج بیلي په 18 توپونو 21 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او په منډه کې وسوځېده .
6 ـــ وریدیمن شاه په 12 توپونو 12 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او په منډه کې وسوځېده .
7 ـــ اکسر پټېل په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
8 ـــ میچیل جانسن په 4 توپونو 8 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
د کېنګز اکس ون پنجاب د توپ اچونې برخه :
1 ـــ سندیپ شرما 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 24 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ انوریت سېنګ 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 30 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
3 ـــ میچیل جانسن 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 41 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ اکسر پټېل 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 24 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ کرنویر سېنګ 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 30 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
6 ـــ مورالي ویجی یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 12 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
7 ـــ ګلین مکسویل یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 8 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .