چینای سوپر کېنګز له سنرایزرز حیدر آباد څخه ماتې وخوړه / د آی پي ال دوه دېرشمه سیالۍ

 
   د شنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د غویي (ثور) دولسمه، چې د 2015 زېږدیز کال د مې له دویمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ ( آی پي ال ) دوه دېرشمه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ د چینای سوپر کېنګز او سنرایزرز حیدر آباد لوبډلو ترمنځ د هندوستان د حیدر آباد په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
  د لوبې پچه د د سنرایزرز حیدر آباد لوبډلې، لوبډل مشر ( کپټان ) ډېوېډ وارنر وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
  د سنرایزرز حیدر آباد کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 7 لوبغاړو په سوځېدو 192 منډې جوړې کړې، چې مقابلې لوبډلې ته یې د 193منډو هدف ورکړ.
  د چینای سوپر کېنګز کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 6 لوبغاړو په سوځېدو 170 منډې جوړې کړې، چې د ټاکلي هدف په تر لاسه کولو کې پاتې راغله او د 3 وېکټو او 22 منډو په توپیر یې له سنرایزرز حیدر آباد لوبډلې څخه ماتې وخوړه .
  د سنرایزرز حیدر آباد لوبډلې لوري د یادې لوبډلې لوبډل مشر ډېوېډ وارنر ډېره ښکلې او په زړه پورې توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په 28 توپونو 61 منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې 11 څلوریزې، یوه شپږیزه شامله وه او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د سنرایزرز حیدر آباد او چینای سوپر کېنګز د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د سنرایزرز حیدر آباد د توپ وهنې برخه :
1 ـــ ډېوېډ وارنر په 28 توپونو 61 منډې جوړې کړې، 11 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
2 ـــ شیکر دوان په 32 توپونو 37 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې یې ترسره کړې او په منډه کې وسوځېده .
3 ـــ ماسېز هېنریکیوس په 9 توپونو 19 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او سټمپ اوټ شو .
4 ـــ این مورګن په 27 توپونو 32 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه او 2 شپږیزې یې ترسره کړې .
5 ـــ نامن اوجا په 12 توپونو 20 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
6 ـــ اشېش ریډي په 6 توپونو 6 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
7 ـــ هنوما ویحاري په 5 توپونو 8 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
8 ـــ کارن شرما په 2 توپونو 4 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
د سنرایزرز حیدر آباد د توپ اچونې برخه :
1 ـــ ټرېنټ بولټ 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 44 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ بونېشور کمار 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 32 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ پراوین کمار 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 33 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
4 ـــ ماسېز هېنریکیوس 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 20 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
5 ـــ کارن شرما 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 19 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ اشېش ریډي 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 19 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
د چینای سوپر کېنګز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ ډیوانې سمېت په 19 توپونو 21 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
2 ـــ برېنډان میکالم په 5 توپونو 12 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
3 ـــ سورېش رینا په 15 توپونو 23 منډې جوړې کړې، 3 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ فاف ډوپلیسېز په 22 توپونو 33 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې یې ترسره کړې او په منډه کې وسوځېده .
5 ـــ ایم ایس ډوني په 16 توپونو 20 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
6 ـــ پوان نېګي په 11 توپونو 15 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
7 ـــ ډیوانې براو په 20 توپونو 25 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې یې ترسره کړې .
8 ـــ رویندرا جدېجا په 12 توپونو 15 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې .
د چینای سوپرې کېنګز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ موهیت شرما 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 58 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ اشېش نېهرا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 31 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
3 ـــ رونیټ موري 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 28 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
4 ـــ سورېش رینا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 29 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ ډیوانې براو 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 25 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
6 ـــ پوان نېګي 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 20 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .