رایل چلېنجرز بنګلور کولکته نایټ رایډرز ته ماتې ورکړه / د آی پي ال یو دېرشمه سیالۍ

 
   د شنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د غویي (ثور) دولسمه، چې د 2015 زېږدیز کال د مې له دویمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ ( آی پي ال ) یو دېرشمه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ د رایل چلېنجرز بنګلور او کولکته نایټ رایډرز لوبډلو ترمنځ د هندوستان د بنګلور په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
  د لوبې پچه د کولکته نایټ رایډرز لوبډلې، لوبډل مشر ( کپټان ) ګواتم ګمبیر وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
  لوبه د باران د ورېدو له امله د لوبې 10 اورونه را کم شول او لوبه لس اوریزه شوه .
  د کولکته نایټ رایډرز کرکېټ لوبډلې د 10 اورونو په لوبولو او د خپلو 4 لوبغاړو په سوځېدو 111 منډې جوړې کړې، چې مقابلې لوبډلې ته یې د 112 منډو هدف ورکړ .
  د رایل چلېنجرز بنګلور کرکېټ لوبډلې د 9.4 اورونو په لوبولو او د خپلو 3 لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف په ډېرې آسانۍ تر لاسه او د کولکته نایټ رایډرز لوبډلې ته یې د 7 وېکټو او 2 توپونو په توپیر ماتې ورکړه .
  د رایل چلېنجرز بنګلور لوبډلې له لوري مندیپ سېنګ ډېره ښکلې او په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په 18 توپونو 45 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې 4 څلوریزې او 3 شپږیزې شاملې وې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د کولکته نایټ رایډرز او رایل چلېنجرز بنګلور د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د کولکته نایټ رایډرز د توپ وهنې برخه :  
1 ـــ روبین اوتاپا په 21 توپونو 23 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
2 ـــ ګواتم ګمبیر په 8 توپونو 12 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ اندري روسل په 17 توپونو 45 منډې جوړې کړې، 5 څلوریزې، 3 شپږیزې یې ترسره کړې او په منډه کې وسوځېده .
4 ـــ ریان تین ډز چتي په 7 توپونو 12 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
5 ـــ یوسف پټان په 6 توپونو 11 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه .
د کولکته نایټ رایډرز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ پت کومینز 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 18 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ اومېش یادوف 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 31 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
3 ـــ براډ هوګ 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 23 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ پیوش چاوله 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 21 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ اندري روسل 1.4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 22 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
د رایل چلېنجرز بنګلور د توپ وهنې برخه :
1 ـــ کریس ګېل په 9 توپونو 21 منډې جوړې کړې، 3 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
2 ـــ ویرات کوهلي په 20 توپونو 34 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې، 3 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ اې بي ډیوېلرز په 4 توپونو 2 منډې جوړې کړې او بولډ اوټ شو .
4 ـــ مندیپ سېنګ په 18 توپونو 45 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې او 3 شپږیزې یې ترسره کړې .
5 ـــ ډېوېډ ویسي په 7 توپونو 9 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې .
د رایل چلېنجرز بنګلور د توپ اچونې برخه :
1 ـــ میچیل سټارک 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 15 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
2 ـــ ورنون ارون 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 29 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
3 ـــ هرشال پټېل 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 22 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
4 ـــ ډېوېډ ویسي 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 20 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ یوزویندرا چا حل 2 اورونه توپ اچونه تر سره کړه، 22 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .