راجستان رایلز له مومبیي انډینز څخه ماتې وخوړه / د آی پي ال دېرشمه سیالۍ

 
   د جمعې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د غویي (ثور) یولسمه، چې د 2015 زېږدیز کال د مې له لومړۍ نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ ( آی پي ال ) دېرشمه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ د راجستان رایلز او مومبیي انډینز لوبډلو تر منځ د هندوستان د مومبیي په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
  د لوبې پچه د مومبیي انډینز لوبډلې، لوبډل مشر ( کپټان ) روهیت شرما وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
  د مومبیي انډینز کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 5 لوبغاړو په سوځېدو 187 منډې جوړې کړې، چې مقابلې لوبډلې ته یې د 188 منډو هدف ورکړ .
  د راجستان رایلز کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 7 لوبغاړو په سوځېدو 179 منډې جوړې کړې، چې د ټاکلي هدف په تر لاسه کولو کې پاتې راغله، چې د 5 وېکټو او 8 منډو په توپیر یې له مومبیي انډینز لوبډلې څخه ماتې وخوړه .
  د مومبیي انډینز لوبډلې له لوري امبټي رایډو ډېره ښکلې، په زړه پورې او بریدکوونکې توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په 27 توپونو 53 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې 4 څلوریزې، 3 شپږیزې شاملې وې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د مومبیي انډینز او راجستان رایلز د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د مومبیي انډینز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ لېندل سیمونز په 31 توپونو 38 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او ال بي ډبلیو اوټ شو .
2 ـــ پارتیو پټېل په 14 توپونو 23 منډې جوړې کړې، 5 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ انموکټ چاند په 14 توپونو 13 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
4 ـــ روهیت شرما په 21 توپونو 27 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
5 ـــ امبټي رایډو په 27 توپونو 53 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې او 3 شپږیزې یې ترسره کړې .
6 ـــ کیرون پولارډ په 14 توپونو 24 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
د مومبیي انډینز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ میچیل میکلیناګم 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 31 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ لسېت ملینګا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 34 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
3 ـــ وینې کمار 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 39 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ ججادیشا سچېت 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 39 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ هربجن سېنګ 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 34 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د راجستان رایلز د توپ وهنې برخه :  
1 ـــ اجېنکا رېحاني په 12 توپونو 16 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
2 ـــ شېن واټسن په 23 توپونو 28 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
3 ـــ سنجو سامسن په 46 توپونو 76 منډې جوړې کړې، 7 څلوریزې، 3 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ سټیفن سمېت په 20 توپونو 23 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
5 ـــ کارون نیر په 6 توپونو 7 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
6 ـــ سټوارټ بیني په 6 توپونو 9 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه .
7 ـــ ډیپک هودا په 2 توپونو، یوه منډه جوړه کړه او کېچ اوټ شو .
8 ـــ ټایم صوتي په 5 توپونو6 منډې جوړې کړې او په منډه کې وسوځېده .
9 ـــ روسټي تیرون په یوه توپ، یوه ناسوځېدلې منډه جوړه کړه .
د راجستان رایلز د توپ اچونې برخه :  
1 ـــ ټایم صوتي 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 36 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
2 ـــ داول کولکارني 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 26 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ روسټي تیرون 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 40 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ شېن واټسن 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 36 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ سټوارټ بیني 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 17 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ انکیت شرما 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 29 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .