
د جمعې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د غویي (ثور) یولسمه، چې د 2015 زېږدیز کال د مې له لومړۍ نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ ( آی پي ال ) نهه ویشتمه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ د کېنګز اکس ون پنجاب او ډهلي ډارېډیوېلز لوبډلو ترمنځ د هندوستان د ډهلي په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
د لوبې پچه د کېنګز اکس ون پنجاب لوبډلې، لوبډل مشر ( کپټان ) جیورج بیلي وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
د کېنګز اکس ون پنجاب کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 8 لوبغاړو په سوځېدو 118 منډې جوړې کړې، چې مقابلې لوبډلې ته یې د 119 منډو هدف ورکړ .
د ډهلي ډارېډیوېلز کرکېټ لوبډلې د 13.5 اورونو په لوبولو او د خپل یو لوبغاړي په سوځېدو ټاکلی هدف په ډېرې آسانۍ تر لاسه، چې د کېنګز اکس ون پنجاب لوبډلې ته یې د 9 وېکټو او 37 توپونو په توپیر ستره ماتې ورکړه .
د ډهلي ډارېډیوېلز لوبډلې له لوري نتان کولټر نیل ډېره ښکلې او په زړه پورې توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 20 منډې یې ورکړې، 4 لوبغاړي یې وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د کېنګز اکس ون پنجاب او ډهلي ډارېډیوېلز د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د کېنګز اکس ون پنجاب د توپ وهنې برخه :
1 ـــ ویرېندر سیهواګ په 2 توپونو، یوه منډه جوړه کړه او کېچ اوټ شو .
2 ـــ منان وهرا په 7 توپونو، یوه منډه جوړه کړه او کېچ اوټ شو .
3 ـــ شون مارش په 4 توپونو 5 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او ال بي ډبلیو اوټ شو .
4 ـــ وریدیمن ساها په 8 توپونو 3 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
5 ـــ ډېوېډ مېلر په 41 توپونو 42 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
6 ـــ جیورج بیلي په 16 توپونو 18 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او ال بي ډبلیو اوټ شو .
7 ـــ تیسېرا پرېرا په 7 توپونو 3 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
8 ـــ اکسر پټېل په 26 توپونو 22 منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
9 ـــ شاردول ټاکور په 6 توپونو 7 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه .
10 ـــ انوریت سېنګ په 3 توپونو 8 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
د کېنګز اکس ون پنجاب د توپ اچونې برخه :
1 ـــ سندیپ شرما 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 10 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ شاردول ټاکور 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 38 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
3 ـــ انوریت سېنګ 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 24 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
4 ـــ تیسېرا پرېرا 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 22 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ اکسر پټېل 2.5 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 23 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د ډهلي ډارېډیوېلز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ میانک اګروال په 60 توپونو 52 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 6 څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
2 ـــ شري یاس ایر په 40 توپونو 54 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې، 3 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ سوراب تایواري په 4 توپونو 5 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه .
د ډهلي ډارېډیوېلز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ زهیر خان 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 17 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ جین پول ډومیني 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 15 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
3 ـــ نتان کولټر نیل 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 20 منډې یې ورکړې او 4 لوبغاړي یې وسوځول .
4 ـــ امېت مېشرا 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 10 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ انجیلو مټویز 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 19 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ عمران طاهر 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 36 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .