
د چهار شنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د غویي (ثور) نهمه، چې د 2015 زېږدیز کال د اپرېل له نهه ویشتمې نېټې سره برابروه، د هند غوره لیګ ( آی پي ال ) اته ویشتمه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ د کولکته نایټ رایډرز او چینای سوپر کېنګز لوبډلو تر منځ د هندوستان د کولکتې په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې تر سره شوه .
د لوبې پچه د چینای سوپر کېنګز لوبډلې، لوبډل مشر ایم ایس ډوني وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
د چینای سوپر کېنګز کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 9 لوبغاړو په سوځېدو 165 منډې جوړې کړې، چې د کولکته نایټ رایډرز لوبډلې ته یې د 166 منډو هدف ورکړ .
د کولکته نایټ رایډرز کرکېټ لوبډلې د 19.5 اورونو په لوبولو او د خپلو 3 لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف په ډېرې آسانۍ تر لاسه او د چینای سوپر کېنګز لوبډلې ته یې د 7 وېکټو او یوه توپ په توپیر ماتې ورکړه او د لوبې بریا یې د ځان کړه .
د کولکته نایټ رایډرز لوبډلې له لوري روبین اوتاپا ډېره ښکلې، په زړه پورې او برید کوونکې لوبه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په 58 توپونو 80 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې 7 څلوریزې، یوه شپږیزه شامله وه او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د چینای سوپر کېنګز او کولکته نایټ رایډرز د توپ وهنې او توپ اچونې لړ لیک په لاندې ډول :
د چینای سوپر کېنګز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ ډیوانې سمېت په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
2 ـــ برېنډان میکالم په 12 توپونو 32 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، 3 شپږیزې یې ترسره کړې او ال بي ډبلیو اوټ شو .
3 ـــ سورېش رینا په 10 توپونو 8 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ فاف ډوپلیسېز په 11 توپونو 20 منډې جوړې کړې، 5 څلوریزې یې ترسره کړې او سټمپ اوټ شو .
5 ـــ ډیوانې براو په 32 توپونو 30 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
6 ـــ ایم ایس ډوني په 4 توپونو، یوه منډه جوړه کړه او بولډ اوټ شو .
7 ـــ رویندرا جدېجا په 30 توپونو 24 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
8 ـــ پوان نېګي په 13 توپونو 27 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
9 ـــ موهیت شرما په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
10 ـــ اشېش نېهرا په 4 توپونو، یوه ناسوځېدلې منډه جوړه کړه .
11 ـــ رونیټ موري په 2 توپونو 2 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې .
د چینای سوپر کېنګز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ موهیت شرما 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 22 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
2 ـــ اشېش نېهرا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 36 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
3 ـــ پوان نېګي 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 23 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ رونیټ موري 3.5 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 31 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ رویندرا جدېجا 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 25 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ ډیوانې براو 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 27 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د کولکته نایټ رایډرز د توپ وهنې برخه :
1ـــ روبین اوتاپا په 58 توپونو 80 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 7 څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه.
2 ـــ ګواتم ګمبیر په 16 توپونو 19 منډې جوړې کړې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ منېش پاڼډې په 10 توپونو 3 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ سوریا کمار یادف په 3 توپونو 2 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
5 ـــ اندري روسل په 32 توپونو 55 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې او 4 شپږیزې یې ترسره کړې .
د کولکته نایټ رایډرز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ پت کومینز 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 54 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
2 ـــ اومېش یادوف 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 16 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
3 ـــ پیوش چاوله 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 21 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ براډ هوګ 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 29 منډې یې ورکړې او 4 لوبغاړي یې وسوځول .
5 ـــ یوسف پټان 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 11 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ اندري روسل 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 20 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .