
د سه شنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د غویي (ثور) اتمه، چې د 2015 زېږدیز کال د اپرېل له اته ویشتمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ (آی پي ال) اوه ویشتمه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ د چینای سوپر کېنګز او کولکته نایټ رایډرز لوبډلو تر منځ د هندوستان د چینای په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
د لوبې پچه د چینای سوپر کېنګز لوبډلې، لوبډل مشر (کپټان) ایم ایس ډوني وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
د چینای سوپر کېنګز کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 6 لوبغاړو په سوځېدو 134 منډې جوړې کړې، چې مقابلې لوبډلې ته یې د 135 منډو هدف ورکړ .
د کولکته نایټ رایډرز کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 9 لوبغاړو په سوځېدو 132 منډې جوړې کړې، چې د ټاکلي هدف په تر لاسه کولو کې پاتې راغله او د 4 وېکټو او 2 منډو په توپیر یې له چینای سوپر کېنګز څخه ماتې وخوړه .
د چینای سوپر کېنګز لوبډلې له لوري ډیوانې براو، ډېره ښکلې او په زړه پورې توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 22 منډې یې ورکړې، 3 لوبغاړي یې وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د چینای سوپر کېنګز او کولکته نایټ رایډرز د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د چینای سوپر کېنګز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ ډیوانې سمېت په 19 توپونو 25 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره او په منډه کې وسوځېد .
2 ـــ برېنډان میکالم په 14 توپونو 19 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او ال بي ډبلیو اوټ شو .
3 ـــ سورېش رینا په 21 توپونو 17 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
4 ـــ فاف ډوپلیسېز په 29 توپونو 29 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه .
5 ـــ ایم ایس ډوني 6 توپونو 3 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
6 ـــ ډیوانې براو په 7 توپونو 5 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
7 ـــ رویندرا جدېجا په 20 توپونو 15 منډې جوړې کړې او بولډ اوټ شو .
8 ـــ اشوین په 4 توپونو 9 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې .
د چینای سوپر کېنګز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ اېشور پانډې 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 18 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
2 ـــ اشېش نېهرا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 38 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
3 ـــ موهیت شرما 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 24 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ اشوین 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 5 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
5 ـــ رویندرا جدېجا 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 11 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ سورېش رینا 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 12 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
7 ـــ ډیوانې براو 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 22 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
د کولکته نایټ رایډرز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ روبین اوتاپا په 17 توپونو 39 منډې جوړې کړې، 6 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
2 ـــ ګواتم ګمبیر په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
3 ـــ منېش پاڼډې په 20 توپونو 15 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ سوریا کمار یادف په 26 توپونو 16 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
5 ـــ یوسف پټان په 18 توپونو 13 منډې جوړې کړې او بولډ اوټ شو .
6 ـــ ریان تین ډز چتي په 28 توپونو 38 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې او 2 شپږیزې یې ترسره کړې .
7ـــ اندري روسل په 4 توپونو 4 منډې جوړې کړې او په منډه کې وسوځېده .
8 ـــ پت کومینز په صفر خپله وېکته له لاسه ورکړه .
9 ـــ پیوش چاوله په صفر خپله وېکټه له لاسه روکړه .
10 ـــ اومېش یادوف په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
11 ـــ براډ هوګ په یوه توپ 2 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې .
د کولکته نایټ رایډرز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ پت کومینز 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 25 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ اومېش یادوف 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 36 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
3 ـــ پیوش چاوله 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 26 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
4 ـــ براډ هوګ 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 18 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ اندري روسل 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 26 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .