
د دوشنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د غویي (ثور) اومه، چې د 2015 زېږدیز کال د اپرېل له اوه ویشتمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ ( آی پي ال ) شپږویشتمه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ د کېنګز اکس ون پنجاب او سنرایزرز حیدر آباد لوبډلو ترمنځ د هندوستان د موهالي په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
د لوبې پچه د سنرایزرز حیدر آباد لوبډلې، لوبډل مشر ( کپټان ) ډېوېډ وارنر وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
د سنرایزرز حیدر آباد کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 6 لوبغاړو په سوځېدو 150 منډې جوړې کړې، چې مقابلې لوبډلې ته یې د 151 منډو هدف ورکړ .
د کېنګز اکس ون پنجاب لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 9 لوبغاړو په سوځېدو 130 منډې جوړې کړې، چې د ټاکلي هدف په تر لاسه کولو کې پاتې راغله، چې د 4 وېکټو او 20 منډو په توپیر یې له سنرایزرز حیدر آباد لوبډلې څخه ماتې وخوړه .
د سنرایزرز حیدر آباد لوبډلې له لوري، ډېوېډ وارنر ډېره ښکلې، په زړه پورې او برید کوونکې لوبه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په 41 توپونو 58 منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې 10 څلوریزې، یوه شپږیزه شامله وه او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د سنرایزرز حیدر آباد او کېنګز اکس ون پنجاب د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د سنرایزرز حیدر آباد د توپ وهنې برخه :
1 ـــ ډېوېډ وارنر په 41 توپونو 58 منډې جوړې کړې، 10 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
2 ـــ شیکر دوان په 2 توپونو، یوه منډه جوړه کړه او کېچ اوټ شو .
3 ـــ هنوما ویهاري په 8 توپونو 9 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ مایسېز هېنریکیوس په 32 توپونو 30 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
5 ـــ نامن اوجا په 26 توپونو 28 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
6 ـــ روي بوپارا په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
7 ـــ اشېش ریډي په 8 توپونو 22 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه او 2 شپږیزې یې ترسره کړې .
8 ـــ کارن شرما په یوه توپ، یوه ناسوځېدلې منډه جوړه کړه .
د سنرایزرز حیدر آباد د توپ اچونې برخه :
1 ـــ ټرېنټ بولټ 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 19 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ بونېشور کمار 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 23 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ پراوین کمار 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 34 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ کارن شرما 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 22 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ مایسېز هېنریکیوس 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 30 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
د کېنګز اکس ون پنجاب د توپ وهنې برخه :
1 ـــ مورالي ویجی په 16 توپونو 12 منډې جوړې کړې او په منډه کې وسوځېده .
2 ـــ منان وهرا په 9 توپونو 5 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
3 ـــ شون مارش په 4 توپونو، یوه منډه جوړه کړه او بولډ اوټ شو .
4 ـــ جیورج بیلي په 16 توپونو 22 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
5 ـــ ډېوېډ مېلر په 14 توپونو 15 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
6 ـــ وریدیمن شاه په 33 توپونو 42 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
7 ـــ اکسر پټېل په 13 توپونو 17 منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو .
8 ـــ ریشي دوان په 6 توپونو 4 منډې جوړې کړې او ال بي ډبلیو اوټ شو .
9 ـــ میچیل جانسن په 6 توپونو 4 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
10 ـــ انوریت سېنګ په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
11 ـــ سندیپ شرما په یوه توپ، یوه ناسوځېدلې منډه جوړه کړه .
د کېنګز اکس ون پنجاب د توپ اچونې برخه :
1 ـــ سندیپ شرما 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 35 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
2 ـــ میچیل جانسن 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 39 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ انوریت سېنګ 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 27 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ مورالي ویجی 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 16 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ اکسر پټېیل 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 25 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
6 ـــ ریشي دوان یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 7 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .