
د یکشنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د غویي (ثور) شپږمه، چې د 2015 زېږدیز کال د اپرېل له شپږ ویشتمې نېټې سره برابروه، د هند غوره لیګ (آی پي ال) پنځه ویشتمه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ د ډهلي ډارېډیوېلز او رایل چلېنجرز بنګلور لوبډلو ترمنځ د هندوستان د ډهلي په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
د لوبې پچه د ډهلي ډارېډیوېلز لوبډلې، لوبډل مشر ( کپټان ) جین پول ډومیني وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
د ډهلي ډارېډیوېلز کرکېټ لوبډلې د 18.2 اورونو په لوبولو او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو 95 منډې جوړې کړې، چې مقابلې لوبډلې ته یې د 96منډو هدف ورکړ.
د رایل چلېنجرز بنګلور کرکېټ لوبډلې پرته له دې، چې خپل کوم لوبغاړی له لاسه ورکړي د 10.3 اورونو په لوبولو ټاکلی هدف په ډېرې آسانۍ ترلاسه او د ډهلي ډارېډیوېلز لوبډلې ته یې په اوپنېنګ کې ستره او تاریخي ماتې ورکړه .
د رایل چلېنجرز بنګلور لوبډلې له لوري کریس ګېل ډېره ښکلې، په زړه پورې او برید کوونکې توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په 40 توپونو 62 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې 6 څلوریزې او 4 شپږیزې شاملې وې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د ډهلي ډارېډیوېلز او رایل چلېنجرز بنګلور د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د ډهلي ډارېډیوېلز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ میانک اګروال په 34 توپونو 27 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او سټمپ اوټ شو .
2 ـــ شري یاس ایر په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
3 ـــ جین پول ډومیني په 14 توپونو 13 منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ یوراج سېنګ په 5 توپونو 2 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
5 ـــ انجیلو مټویز په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
6 ـــ کیدار جادف په 29 توپونو 33 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
7 ـــ نتان کولټر نیل په 8 توپونو 4 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او ال بي ډبلیو اوټ شو .
8 ـــ امېت مېشرا په 4 توپونو 2 منډې جوړې کړې او بولډ اوټ شو .
9 ـــ شهباز ندیم په 7 توپونو 2 منډې جوړې کړې او بولډ اوټ شو .
10 ـــ عمران طاهر په 4 توپونو 3 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې .
11 ـــ ډامنیک متوسوامي په 3 توپونو، یوه منډه جوړه کړه او په منډه کې وسوځېده .
د ډهلي ډارېډیوېلز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ نتان کولټر نیل 3.3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 30 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ ډامنیک متوسوامي یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 14 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
3 ـــ عمران طاهر 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 20 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
4 ـــ جین پول ډومیني یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 7 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ امېت مېشرا 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 25 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ انجیلو مټویز یو اور توپ اچونه ترسره کړه، 3 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د رایل چلېنجرز بنګلور د توپ وهنې برخه :
1 ـــ کریس ګېل په 40 توپونو 62 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 6 څلوریزې او 4 شپږیزې یې ترسره کړې .
2 ـــ ویرات کوهلي په 23 توپونو 35 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 6 څلوریزې یې ترسره کړې .
د رایل چلېنجرز بنګلور د توپ اچونې برخه :
1 ـــ میچیل سټارک 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 20 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ ورنون ارون 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 24 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ هر شال پټېل 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 14 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ ډېوېډ ویسي 3.2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 18 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
5 ـــ اقبال عبد الله 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 17 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .