د تعرفې لپاره د حکومت برعکس پالیسي

 
ګمرکي تعرفه بنسټیزه موخه د کورني صنعت ساتنه او غښتلي کول دي. له هغه وروسته چې هېوادونه د GATT او وروسته بیا د سوداګرۍ د نړیوال سازمان WTO غړي شول نو خپلو هیوادونو ته د بهرنیو توکو د وارداتو د مخنیوي لپاره ورته یوازې ګمرکي تعرفه یا Tariff د وسیلې په توګه پاتې شول، ځکه نوموړو سازمانونو په خپله اساسنامه کې له قانوني لارو پرته چې ګمرکې تعرفه ده له بلې هرې لارې یوه هېواد ته د نړیوالو توکو د ورود مخنیوی ممنوع کړی دی.
دغه وسیله یا تعرفه باید په داسې ډول وکارول شي چې رښتیا هم خپله موخه تر لاسه کړای شي او په وسیله یې کورنی صنعت د بهرنیو توکو سره په سیالۍ کې بریالی کړل شي.
په هېواد کې د نوي حکومت له تاسیس وروسته په دغه برخه کې ځینې پرمختګونه شوي او د بېلابېلو توکو پر واردېدو ځانګړې اندازه مالیه ( تعرفه ) ایښودل شوې ده. خو یوه ستونزه شته او هغه دا چې پر وارداتو د تعرفو پر ټاکلو کې له دقت څخه کار نه دی اخیستل شوی، ځکه هېواد ته د توکو په وارداتو له ډېری داسې مواردو سره مخ کیږو چې د کورني صنعت د تقویې پر ځای د هغه د کمزورۍ او ضعف لامل کیږي.
د بیلګې په ډول د چاپ صنعت په پام کې نیسو. په وروستیو کې د هېواد دننه د چاپ صنعت په لویه پیمانه پرمختګ کړی او د هېواد په مرکز او بېلابېلو ولایتونو کې په زرګونو چاپخونې جوړې شوي. دولت باید دغه صنعت نور هم غښتلی کړي او له بهر څخه پر واردیدونکو چاپي توکو باید درنه مالیه ( تعرفه) کیږدي خو خبره سرچپه ده، داسې چې دولت د چاپ لپاره په خامو موادو دولس سلنه خو په چاپي واردیدونکو توکو یې دوه سلنه مالیه وضعه کړې ده.
دلته د دې پر ځای چې د بهرنیو چاپي توکو په وړاندې کورنی چاپي صنعت تقویه شي لا نور هم د کورني چاپي صنعت لپاره پر واردیدونکو توکو لوړه تعرفه ایښودل کیږي. چاپي صنعت یې یوه بیلګه ده او که پلټنه وشي شاید د هیواد د ګمرکونو د تعرفې په نظام کې دغه ډول ډېرې نیمګړتیاوې په ګوته شي.
پر واردیدونکو توکو ټیټه تعرفه هغه وخت ستونزه نه ګڼل کیږي کله چې د واردیدونکي توکي کورنی بدیل نه وي. په دې صورت کې تر هغه وخته چې د نوموړي توکي لپاره کورنی صنعت او بدیل رامینځته کیږي، غوره به وي چې ګمرکي تعرفه یې ټیټه وساتل شي.
ځینې خلک له دې خبرې سره هم همغږي نه دي او وایي چې پر ټولو توکو باید لوړې تعرفې وضع شي تر څو د قیمتونو د لوړوالي له امله یې خلک د کورني تولید په لټه کې شي او نوموړي توکې د هیواد دننه تولید کړي.
خو دا چاره د هغه هیوادونو لپاره ګټوره ده چې په نورو برخو کې یې صنعت غښتلی وي، اقتصادي جریان یې د ثبات لرونکی وي، امنیت شتون ولري او دا شونتیا وي چې پر واردیدونکي توکي د تعرفو په لوړولو سره یې داخلي پانګوال تولید ته هڅول کیدلای شي، د بېلګې په توګه که امریکا د چین په توکو له پنځوس سلنې لوړه تعرفه وضع کوي نو په هغه هیواد کې له اقتصادي پلوه دا وړتیا هم شته چې د چینایي توکو بدیل او ځایناستي توکي پر کور دننه تولید کړي.
دا خبره روښانه ده چې یوازې پر بهرنیو توکو د تعرفې لوړول نشي کولای چې کورنی صنعت تقویه او رامینځته کړي بلکې پر واردیدونکو توکو هغه وخت د تعرفې د لوړولو اړتیا وي کله چې پر کور دننه د تولید لپاره ټولې خواوې لکه د مناسبې اقتصادي زیربنا شتون، امنیت، اقتصادي ثبات، پانګه، اغېزمن مدیریت، روزل شوې کاري قوه او نور شتون ولري.
خو د دې په مقابل کې د هغه سکتورونو غښتلي کول مهم اقتصادي لومړیتوب دی چې د هیواد دننه یې وار له مخه پر تولید پیل کړی وي او یا هم د تولید لپاره یې ټول پورتني شرایط اماده وي. په دغه ډول صنعتونو کې د چاپ صنعت چې مخکې مو ورته اشاره وکړه هم راځي چې د نوموړي صنعت د تولید لپاره پر خامو موادو تعرفه باید ډیره کمه او یا هم په بشپړ ډول له مینځه یوړل شي. دا چې مونږ د اقتصادي پرمختګ په لومړیو پړاوونو کې یو نو د هر صنعت تقویه کول او پر پښو درول زموږ د اقتصادي پرمختګ او د هیواد دننه د روزګار د فرصتونو په جوړښت کې لویه مرسته کوي.
 
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.