د خط شوې (سکریچ) سي ډي فیلم د صافولو اسانه لار

 
ژباړه / اجمل درمان
لاهور: په عمومي توګه د سي ډي یا ډي وي ډي فیلم؛ د وخت په تیرېدو د خط کیدو (سکریچ) له امله له کاره وځي او تاسې اندیښمن کیږۍ چې د واده، ختم یا د بلې خوشحالۍ د مراسمو دا سي ډي مو چې کاپي هم نه لري څنګه پاکه کړۍ؟
خو اوس ددې ستونزې د حل آسانه او ارزانه لار پیدا شوېده.
له هر څه لومړی سي ډي فیلم په یو نرم او پاک ټوکر پاک کړۍ څو پر سطح یې خاورې او ګرد پاتې نشي. وروسته بیا یو کیله راواخلۍ او په منځ یې دوه ځایه کړۍ. بیا د څو شیبو لپاره د سي ډي پر مخ د کیلې یوه ټوټه وموښۍ، وروسته بیا د سي ډي فیلم د تړمو اوبو په وسیله ومینځۍ او د نرم ټوکر په وسیله یې وچ کړۍ.
په دې مرحله کې له احتیاطه کار واخلۍ څو د سۍ ډي فیلم پر مخ د اوبو څاڅکي پاتې نشي. اوس سي ډي یا ډي وي ډي فیلم مو په سي ډي چلوونکي کې واچوۍ او وګورۍ چې کیسټ مو جوړه شوېده.