
د شنبې په ورځ، چې د روان هجري لمریز کال د غویي (ثور) پنځمه، چې د 2015 زېږدیز کال د اپرېل له پنځه ویشتمې نېټې سره برابره وه، د هند غوره لیګ (آی پي ال) څلور ویشتمه شل اوریزه کرکېټ سیالۍ د چینای سوپر کېنګز او کېنګز اکس ون پنجاب لوبډلو ترمنځ د هندوستان د چینای په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
د لوبې پچه د چینای سوپر کېنګز لوبډلې، لوبډل مشر ( کپټان ) ایم ایس ډوني وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
د چینای سوپر کېنګز کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 3 لوبغاړو په سوځېدو 192 منډې جوړې کړې، چې مقابلې لوبډلې ته یې د 193 منډو هدف ورکړ .
د کېنګز اکس ون پنجاب کرکېټ لوبډلې د 20 اورونو په لوبولو او د خپلو 9 لوبغاړو په سوځېدو 95 منډې جوړې کړې، چې د ټاکلي هدف په تر لاسه کولو کې پاتې راغله او د 7 وېکټو او 97 منډو په توپیر یې له چینا سوپر کېنګز څخه ستره ماتې وخوړه .
د چینای سوپر کېنګز لوبډله تر دې دمه د ډېرو لوبو د ګټلو له کبله د درجه بندۍ له مخې لومړی مقام له ځانه سره لري .
د چینای سوپر کېنګز لوبډلې له لوري برېنډان میکالم ډېره ښکلې، په زړه پورې او برید کوونکې توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه، چې نوموړي په 44 توپونو 66 منډې جوړې کړې، چې په منډو کې یې 8 څلوریزې، 3 شپږیزې شاملې وې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د چینای سوپر کېنګز او کېنګز اکس ون پنجاب د توپ وهنې او توپ اچونې لړ لیک په لاندې ډول دی :
د چینای سوپر کېنګز د توپ وهنې برخه :
1 ـــ ډیوانې سمېت په 13 توپونو 26 منډې جوړې کړې، 3 څلوریزې، 2 شپږیزې یې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
2 ـــ برېنډان میکالم په 44 توپونو 66 منډې جوړې کړې، 8 څلوریزې، 3 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ سورېش رینا په 26 توپونو 29 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې یې ترسره کړې او په منډه کې وسوځېده .
4 ـــ ایم ایس ډوني په 27 توپونو 41 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې او 2 شپږیزې یې ترسره کړې .
5 ـــ رویندرا جدېجا په 21 توپونو 18 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، 2 څلوریزې یې ترسره کړې .
د چینای سوپر کېنګز د توپ اچونې برخه :
1 ـــ اېشور پانډې 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 17 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
2 ـــ اشېش نېهرا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 16 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ موهیت شرما 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 10 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ رویندرا جدېجا 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 22 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول .
5 ـــ اشوین 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 14 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
6 ـــ ډیوانې براو 3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 13 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د کېنګز اکس ون پنجاب د توپ وهنې برخه :
1 ـــ مورالي ویجی په 32 توپونو 34 منډې جوړې کړې، 4 څلوریزې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
2 ـــ ویرېندر سیهواګ په 2 توپونو، یوه منډه جوړه کړه او کېچ اوټ شو .
3 ـــ شون مارش په 10 توپونو 10 منډې جوړې کړې، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او ال بي ډبلیو اوټ شو .
4 ـــ جیورج بیلي په 3 توپونو، یوه منډه جوړه کړه او کېچ اوټ شو .
5 ـــ ډېوېډ مېلر په 9 توپونو 3 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
6 ـــ وریدیمن شاه په 23 توپونو 15 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
7 ـــ اکسر پټېل په 10 توپونو 9 منډې جوړې کړې، یوه شپږیزه یې ترسره کړه او سټمپ اوټ شو .
8 ـــ میچیل جانسن په 2 توپونو، یوه منډه جوړه کړه او کېچ اوټ شو .
9 ـــ انوریت سېنګ په 20 توپونو 10 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو .
10 ـــ کارنویر سېنګ په 5 توپونو 2 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې .
11 ـــ سندیپ شرما په 4 توپونو، یوه ناسوځېدلې منډه جوړه کړه .
د کېنګز اکس ون پنجاب د توپ اچونې برخه :
1 ـــ کارنویر سېنګ 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 43 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ سندیپ شرما 4 اورونه توپ اچونه تر سره کړه، 32 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
3 ـــ انوریت سېنګ 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 40 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
4 ـــ میچیل جانسن 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 40 منډې یې ورکړې، خو کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ اکسر پټېل 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه، 35 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .